د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۳۲

جاپان:په زلزله ځپلې اټومي بټۍ کې د دوو کارکونکو مړي موندل شوي


په جاپان کې چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د فوکوشیما په زلزله ځپلې اټومي بټۍ کې يې د دو کارکونکو مړي موندلي دي.

دغه دواړه کسان د تیرې مارچ میاشتې له یولسمې نېټې راپه دیخوا کله چې شدیدې زلزلې او د سونامي څپې دا هېواد وځپه، د فوکشیما په اټومي تاسیساتو کې لادرکه شوي وو.

جاپاني مقاماتو ویلي، له دې نه مخکې چې د دغو دواړو جسدونو عدلي معاینه وشي باید له هر ډول ککړتیا څخه پاک شي.

د فوکشیما د اټومي بټۍ ناورین د جاپان خلکو ته د خپل هېواد د اټومي انرژۍ د استعمال په اړه پوښتنې پورته کړي دي.

په دې لړ کې تیره ورځ سل ګونو کسانو په پایتخت توکیو کې د اټومي انرژۍ پر ضد مظاهره وړه،مایوکو ناکاهارا چې د دغو مظاهرو چیانو له جملې څخه و، وویل:

(ما د جاپان د اټومي پالیسیو په اړه له یوې مودې راهیسې اندیښمنه درلوده، موږ که له دې فرصت څخه استفاده ونه کړو نو څوک پوهیږي چې اټومي ضد حرکت به بیا داسې قوت پیدا کړي.نو زه دلته یم څو ووایم چې موږ باید له اټومي انرژۍ ځان خلاص کړو.)

مظاهرچیانو په توکیو کې د بریښنا د انرژۍ د مرکزي دفتر په لور چې د فوکوشیما د اټومي بټۍ ملکیت لري، لاریون وکړ.

مظاهره چیانو د اټومي انرژۍ پر ضد او د ژوندون لپاره شعارونه ورکول.

یوه بل مظاهره کونکي وویل، مور او پلار يې له فوکوشیما اټومي بټۍ سره نزدې اوسیږي او نو ځکه د هغوي د روغتیا لپاره اندیښمن دی.

په همدې حال کې د فوکوشیما له زلزله ځپلې بټۍ څخه د راډیو اکټیف وړانګو د خپرېدو اندازه له نورمال حالت څخه زیاته ده او مسولان دا مهال سمندر ته له دغې بټۍ څخه په راډیو اکټیف وړانګو د ککړو اوبو پر سر تمرکز کوي.

بل لور ته د جاپان د پارلمان یوه غړي ګوشي هوسونو چې د فوکوشیما د اټومي بټۍ په ناورین کې د جاپان د صدراعظم صلا کار دی فوجي تلویزون سره په خبرو کې وویل، چې ويي ویل دا یوه لویه جګړه ده .

نوموړي وویل، ښايي څو میاشتې ونیسي څو د فوکوشیما له زلزله ځپلې اټومي بټۍ څخه د راډیو اکټیف وړانګو خپریدل بند شي.
XS
SM
MD
LG