د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

ولسمشر کرزی: د امریکا کانګرېس دې د قران پاک سوځول وغندي


افغان مقاماتو او د هېواد دیني عالمانو سولیزې مظاهرې د خلکو حق ګڼلی
افغان مقاماتو او د هېواد دیني عالمانو سولیزې مظاهرې د خلکو حق ګڼلی
ولسمشر حامد کرزي د متحده ایالاتو له کانګرېس څخه غوښتنه کړې، چې په دغه هېواد کې دې د قران کریم د نسخې سوځول وغندي.

د ولسمشر کرزي دفتر ویلي، نوموړي دا غوښتنه تیره ورځ په ارګ کې د امریکا له سفیر کارل ایکنبیري او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پترویس سره په کتنه کې وکړه.

جنرال پټرویس هم له خپل لوري په فلورېډا ایالت کې د یوه کشیش له خوا د قران کریم د نسخې د سوځولو سخته غندنه وکړه او ویې ویل، چې دا عمل په هیڅ حالت کې د لویدیځې نړۍ د افکارو استازیتوب نه کوي.

په عین حال کې د متحده ایالاتو جمهور رییس باراک اوباما په فلورېډا ایالت کې د قران شریف د نسخې سوځول او د دې عمل په عکس العمل کې د خونړیو مظاهرو له امله پاریدلې تاوتریخوالې چې عامو خلکو ته په کې د سر او مال درانه زیانونه اوښتي، غندلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د یو شمیر نورو سیمو په شان پرون په کندهار ولایت کې د دوهمې ورځې لپاره د قران شریف د سوځول کیدو په عکس العمل کې له تاوتریخوالي او مرګ ژوبلې نه ډکې مظاهرې وشوې.

راپورونه د کندهار د پولیسو په حواله وايي، چې په پروني تاوتریخوالي کې د پولیسو دوه سرتیري او یو ماشوم وژل شوي او ګڼشمیر نور کسان ژوبل دي.

د کندهار په مظاهرو کې په لسګونو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې
له دې نه یوه ورځ وړاندې هم په کندهار کې د مظاهرو پر مهال لس کسان وژل شوي وو.

اخوا بیا په مزار شریف کې د جمعې د ورځې مظاهره هغه مهال په خونړي تاوتریخوالي بدله شوه، چې په غصه مظاهره کونکو د ملګرو ملتونو پر دفتر حمله وکړه، په دې پیښه کې د عامو وګړو سربیره د ملګرو ملتونو ۷ تنه بهرني کارکونکي هم ووژل شوه.

خو په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر پرون وویل، چې دا سازمان به د مزار شریف د پیښې له امله خپل فعالیت بند نه کړي او د افغانستان له خلکو او حکومت سره به خپلې همکارۍ او مرستو ته دوام ورکړي.

افغان مقاماتو او د هېواد دیني عالمانو سولیزې مظاهرې د خلکو حق ګڼلی خو ټینګار کوي، چې د دولتي او شخصي ملکیتونو او شتمنیو خرابول او تاوتریخوالي ته لمن وهل د قانون او ملي ګټو خلاف عمل دی.
XS
SM
MD
LG