د افغانستان د پوهنې وزارت په داسې حال کې د پوهنې د کیفیت د کچې د لوړولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي، چې د ۱۳۸۹ لمریز کال د کانکور په ازموینه کې د ۱۲ ټولګیو په سلګونه فارغین بې نتیجې پاتې شول.
د کابل ښار د پوهنې ریاست وايي، چې په روان کال کې د لومړي ځل لپاره د کابل ښار ۲۷ دولتي ښوونځي، چې په ملي او نړېوالو معیارونو برابر و، غوره ښوونځي اعلان شول.
د کابل ښار د پوهنې رئیس د یکشنبې په ورځ د افغان ترک له ښوونځيو څخه د یو شمېر زده کوونکو، چې د کانکور په ازموینه کې یي لوړې نومرې ګټلې وې، په ستاین غونډه کې وویل، چې په روان کال کې به د دولتي، خصوصي او د افغان – ترک د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ سیالۍ جدي شي.
د کابل ښار د پوهنې مشر نجیب الله کامران په دې اړه وړاندې وویل:
(د پوهنې وزارت د خپلو دولتي ښوونځیو د کیفیت د لوړولو لپاره په شدت کار کوي.
زه غواړم ، یو ځل بیا اعلان وکړم، چې د افغان-ترک او د خپلو ۲۷ غوره ښوونځیو او د ۲۰۶ فعاله خصوصي ښوونځیو ترمنځ د سیالیو پروګرامونو ته دوام ورکړو.
راځئ، چې د افغانستان د ماشومانو د ښې ښوونې او روزنې لپاره هڅه وکړو.)
د کابل ښار د پوهنې مشر د افغان – ترک څلورو زده کوونکو ته ، چې د ۱۳۸۹ لمریز کال د کانکور په ازموینه کې يي څلور لومړي مقامونه ګټلي و څلور تحصيلي بورسونه ډالۍ کړل.
په عین حال کې په افغانستان کې د افغان – ترک د لېسو چارواکي د پوهنې په برخه کې د ترکيې د دوامداره دوستې خبرې کوي.
بل خوا د پوهنې وزارت مرستیال سید حمیدالله ، په افغانستان کې د افغان ترک لېسو د ښوونې او روزنې بهیر د ستایلو ترڅنګ د هېواد په کچه دغو ښوونځیو د پراختیا غوښتونکی شو.
( تمه لرم ، چې ترک وروڼه دا وس او ظرفیت پیدا کړي، چې د پوهنې په برخه کې خپل فعالیتونه د افغانستان نورو شارونو ته هم وغځوي، هغو کسانو ته چې د دوي خدمتونو ته اړتیا لري.)
د دولتي ، خصوصي او افغان- ترک ښوونځیو ترمنځ د سیالیو د پروګرام خبرې په داسې حال کې کیږي ، چې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې د کانکور د یو لک او شل زره ګډونوالو څخه شا و خوا ۴۲ زره یي لوړو زده کړو او نیمه زده کړو ته لار ومونده او ۷۵ زره نور بې نتیجې پاتې شول.
تر دې مخکې به د دولتي ښوونځیو زده کوونکي د کانکور په ازموینه کې لومړۍ درجه ګټله.
خبریاله ماریا صدیقي،کابل