د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

لویه څارنوالۍ: په بند له محکومېدو سره سره یو معین ازاد ګرځي


 د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري
د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري
د افغانستان د لویې څارنوالۍ چارواکي دا ردوي، چې په دغې ادارې کې د اداري فساد په ګډون د بېلابېلو دوسیو څیړنه ځنډیږي، خو وايي چې لا هم په دې برخه کې جدي ستونزې لري.

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري دغه څرګندونې د ځینو وکیلانو د انتقادونو په ځواب کې وکړې، چې ویل یې، په تیرو څو کلونو کې ځینو ادارو په لسګونو دوسیې لویې څارنوالۍ ته ورلیږلي خو د څیړنو نتیجه یې بیا نه ده څرګنده شوې.

ښاغلي نظري ادعا وکړه، چې په څارنوالۍ کې هیڅ دوسیه بې څیړنې نه پاتې کیږي، خو په عین حال کې یې پر ځینو زورور کسانو د قانون په پلي کېدو کې له خنډونو هم شکایت وکړ او ویې ویل:

(ستونزې هم لرو او له تیروتنو نه به هم پاک نه يو، زه دلته یو مثال وړاندې کوم. د محکمې له خوا د یوه وزارت په یوه مرستیال پنځه کاله او یوه میاشت د بند سزا ختلې ده، خو که موږ د محکمې د حکم تطبیق کول وغواړو، نو اړ یو چې د پولیسو یو غونډ له ځان سره کړو، تر څو هغه ونیسو.

دا ستونزې موږ منو او دا د دې سبب شوي دي، چې موږ هغه معین صیب ونه شو نیولای.)

ښاغلي نظري د هغه معین او یا یي هم د وزارت نوم وانخیست چې د محکمې له خوا په بند له محکومېدو سره سره په ازادانه توګه خپله دنده اجرا کوي.

تیره اونۍ د افغانستان لویې څارنوالۍ د ترانسپورټ پخوانی وزیر عنایت الله قاسمي څو ورځې وروسته له هغې په ضمانت خوشې کړ، چې د اداري فساد په دوسیې کې ونیول شو.

د لویې څارنوالۍ مرستیال وویل، چې د شاوخوا شلو جګ پوړو چارواکو د اداري فساد دوسیې چې له پخوا یې د څیړنې کار پیل شوی و، د ځینو یې محاکمه هم شوې، د یو شمېر څیړنه بشپړه شوې او د ځینو یې دوام لري.

بل خوا د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ستراتیژۍ پر تطبیق د څارنې د عالي ادارې رئیس عزیز الله لودین وویل، چې غواړي د لسګونو میلیونو ډالرو د اداري فساد د څو کلونو پخوانۍ دوسیې را وڅیړي.

هغه په دې برخه کې د سلو میلیونو او شاوخوا پنځه دیرشو میلیونو ډالرو دوو بیلو دوسیو ته اشاره وکړه:

(د دې سل میلیون ډالري دوسیې سربیره یوه بله دوسیه ده چې شاوخوا پنځه دیر یا شپږ دیرش میلیونه ډالره دي.

په دې دوسیو کې هغه وزیر صاحبان هم دي، چې بندي شوي دي او نور وزیران هم په کې شامل دي.

په هرصورت زه په دې باور یم چې په افغانستان کې فساد یوازې د رشوت او اداري فساد د مبارزې د ریاست په وسیله له منځه نه شي تلای.)

ښاغلي لودین وویل، دا د ۱۳۸۲ او ۱۳۸۴ کلونو دوسیې دي، هغه مهال چې دی د لومړي ځل لپاره د دې ادارې رئیس و.

ښاغلي لودین وویل، د اداري فساد پر ضد د موثرې مبارزې لپاره د دولت د بېلابېلو ادارو او د ملي شورا ترمنځ لا ډيرې همکارۍ او د ولسمشر سیاسي ملاتړ ته اړتیا ده.

که څه هم افغان حکومت په اداري فساد د تورنو چارواکو د محاکمې لپاره د خپلو هلو ځلو خبرې کوي، خو بیا هم په تیرو څو کلونو کې یوازې د ګوتو په شمار د څو تورنو چارواکو په محاکمه کولو بریالۍ شوی دی.
XS
SM
MD
LG