د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

ډیمیسټورا:د مزار شریف په څیر پیښې به زموږ هڅې اغیزمنې نه کړي


سټیفن ډیمسټورا
سټیفن ډیمسټورا
هغه څه، چې په مزار شریف کې پیښ شول د افغانانو د کلتور برخه نه ده، دا هغه الفاظ دي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مزار شریف ته له خپل سفر وروسته په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

سټیفن ډیمسټورا، چې تیره شپه یي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله دا ډاډ هم ورکړ، چې د مزار شریف په څیر پیښې به په افغانستان کې د دوي په هڅو کومه ناوړه اغیزه ونه کړي.

ده وویل، که څه هم په مزار شریف کې د دوي په دفتر شوې حمله او د دوي د کارکوونکو وژل یوه زوروونکې پېښه وه، خو دوي به خپل کار ته دوام ورکړي.

(د ملګرو ملتونو عمومي منشي او زه دا نظر لرو، چې دا هرڅه باید په داسې حساسو شرایطو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو حضور او فعالیتونه اغیزمن نه کړي.

هغه څه، چې پیښ شول د افغانانو په کلتور کې نه دي موجود افغانان او د مزار شریف خلک په دې پوهیدل، هغه څه په مزار شریف کې کېدل په هغو کې د بشر حقوق او د ادارو د وړتیاو د لوړولو لپاره سیاسي مشاورت وو.

زه په ژوره توګه په هغه څه خفه یم او شاک شوې یم، چې په مزار شریف کې مې لیدلې دي، خو موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو.)

ډیمسټورا وروسته له هغې مزار شریف ته سفر وکړ، چې قهرجنو مظاهره کوونکو، چې په امریکا کې د کلام پاک د سوځونې په اعتراض کې واټونو ته راوتلي وو، په دغه ښار کې د یوناما په دفتر حمله وکړه او د دغه دفتر اووه بهرني کارکوونکي یي ووژل.

د ډیمسټورا د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې د دوي یو رومانیایي سیاسي افسر، یوه نارویجی میرمن، چې په سیاسي برخو کې سلاکاره وه او یو سویډنې، چې د بشر د حقوقو په برخه کې یي کار کاوه وژل شوي.

دده په وینا پاتې څلور کسان نیپالیان وو، چې امنیتي چارې یی سمبالولې او د خپلو همکارانو د ژغورلو په هڅه کې وژل شوي.

ده وویل، چې دې د خپلو وژل شوېو همکارانو له مړو سره یو ځای ستون شوې او په هوایي ډګر کې یي د خپلو هېوادونو سفیرانو ته وسپارل.

د یوناما دفتر د معلوماتو له مخې دوي له مزار شریف نه خپل پاتې یولس بهرني کارکوونکي کابل ته راوستلي، خو ډیمسټورا په دې ټینګار وکړ، چې دا کسان ویستل شوي نه دي، بلکه د دفتر د منځه تلو له کبله کابل ته راوستل شوې او بیا به واستولې شي:

(د حالاتو د جاج اخیستلو او د دې لیدلو وروسته، چې دفتر په بشپړه توګه له منځه تللې ما پریکړه وکړه، چې خپل یولس تنه بهرني کارکوونکي په لنډ مهاله توګه کابل ته راولم، بیا هم تکراروم، چې په لنډه مهاله توګه.

تر هغو، چې موږ کوم بل نوې دفتر و نه نیسو دوي هلته د امکاناتو د نشتوالي له کبله کار نه شي کولې.)

ښاغلي ډیمسټورا هم شک څرګند کړ، چې دا سوله ایزه مظاهره د ځینو هغو کسانو له خوا په بلوا بدله شوې، چې د وسله والو په لیکو کې شامل دي.

ده وویل، چې د بلخ والي هم ورته ډاډ ورکړې، چې د دې پېښې په اړه به ژورې پلټنې وکړي او هغه کسان به عدالت ته راکاږي، چې په دغو وژنو کې ښکیل دي.

په سیمه کې هم چارواکي وایي، چې ځینو مغرضه کسانو د خلکو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړې او هڅه یي کړې، چې ستونزې وزیږوي.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر د هېواد ټولو امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې، چې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کېدو او عامه تاسیساتو ته د زیان اړولو مخنیوې وکړي.
XS
SM
MD
LG