د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

د کرنې وزارت د نباتي او خوراکي موادو د خوندیتوب په نوم نوی پروګرام پیلوي


 د افغانستان د کرنې او مالداری وزیرمحمداصف رحیمي
د افغانستان د کرنې او مالداری وزیرمحمداصف رحیمي
د کرنیزو او نباتي محصولاتو د خوندیتوب نوی پروګرام چې په هېواد کې د امریکا د متحدو ایالاتو په مرسته پیل شو، افغان چارواکي هیله وښوده، چې یاد پروګرام به د هېواد د کرنیزو او نباتي محصولاتو خوندیتوب له نوېو معیارونو سره سم باوري او د هېواد له اقتصادي ودې سره به مرسته وکړي.

د افغانستان د کرنې او مالداری وزیرمحمداصف رحیمي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د پروګرام د پیل پرمهال وویل چې دا پروګرام به د هغو کرنیزو او نباتي موادو کیفیت کنترول کړي چې بهر ته صادریږي او یا له بهر څخه هېواد ته واردیږي.

ده وویل، دا یو اوږد مهال پروګرام دی او هیله ده د بهرنیو دوستانواو په هېواد کې د کرنې د سیمه ایزو چارواکو په همکاري پلي شي:

(په دی کنفرانس کې موږ پر راتلونکي فکر کوو، چې داسې یو نظام رامنځته کړو، چې راتلونکو نسلو ته ګټور وي،داسې نظام چې د صادروونکو او واردوونکو موادو کیفیت کنترول کړي.

د موادو د کیفیت کنترول کولای شي، چې مواد له اپته وساتي او په بهر ورته ښه مارکیټ وموندل شي.)

د کرنیزو او نباتي محصولاتو د خوندیتوب په سیمینار کې د هېواد د ټولو ولایتونو مسئولو چارواکو، د اروپایي ټولنې د کرنې د برخې یو شمېر ماهرینو او په هېواد کې د امریکا سفیر ایکن بیري ګډون کړی.

د امریکا سفیرهیله څرګنده کړه چې د دې هېواد کرنیز او نباتي محصولات
له دې هم ښه شي، ده په دی برخه کې د امریکا د مرستو پر دوام تاکید وکړ او ویي ویل:

(اجازه راکړئ د افغانستان د کرنې د پراختیا په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنو تاکید وکړم، ترڅو په دې هېواد کې دا سیستم پیاوړی او د هر ډول کرنیزو اپتونو مخه ونیول شي.

همدارنګه هیله مند یم، چې زه او د کرنې وزیر په نږدې راتلونکي ستاسې په هېواد کې د اوبو لګولو د یوی نوې پروژې د پیل خبر درکړم.)

افغان بزګر، باغ لرونکي او مالداران وایي، په چارو کې اوس هم د ځانګړو داروګانو، تخنیکي وسایلو او لابراتوارونو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.

دوي په دې برخه کې سیمه ایزو چارواکو ته د مسلکي کورسونو پرانیستل هم اغیزمن ګڼي، خو د کرنې وزارت وایي پیل شوې پرواګرام به د بزګرو، باغ لرونکو او مالدارو د غوښتنو او اړتیاو په پام کې نیولو سره سم پرمخ ولاړ شي.

راپور:خان محمد(سیند)، کابل
XS
SM
MD
LG