د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

په کندهار کې مظاهره کوونکو د کشیش پر ځای له خپل ښوونځي غچ واخیست


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن یو ځلې بیا د تیرو دوو ورځو په مظاهرو او په دې اړه په پورته شوېو غبرګونونو بحث کړې، چې دا بحث په لاندې یوه مطلب کې حمید مومند رانغاړلی دی.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په کندهار کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې ته په اشارې، چې په کې عامه تاسیساتو ته هم زیان واوښت لیکلي، چې مظاهره کوونکو د کشیش پر ځای له خپل ښوونځي غچ واخیست.

ورځپاڼه وړاندې د کندهار د زرغونې انا د لسیې د یو ساتونکي په حواله لیکي، چې دې لسیې ته د اور اچولو په پېښه کې د کلام پاک څو ټوکه هم سوځیدلي.

ورځپاڼه وړاندې د دې ساتونکي الفاظ راخلي او لیکي، چې ما مظاهره کوونکو ته د کلام پاک سوځول شوې پاڼې وښودې او ورته مې وویل، چې ستاسو او د امریکایي کشیش ترمنځ توپیر څه دې، ځکه تاسو هم کلام پاک وسوځاوه.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د داسې مظاهرو او بلواو په وړاندې د امنیتي ځواکونو وړتیاوې څیړلې او لیکلي، چې پولیسو په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره نه شوای کړای.

ورځپاڼې دا تاوتریخوالې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر لپاره هم زیان اړوونکي بللي او لیکلي، چې ممکن دا افغان ځواکونو ته ښی پایلې ونلري.

اراده:

ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې مظاهرو کې د مرګ ژوبلې پېښو ته په اشارې لیکلي، چې دغو مظاهرو یو ځلې بیا د امنیتي ځواکونو د بې کفایتۍ انځور وړاندې کړ.

ورځپاڼه لیکي، چې امنیتي ځواکونو نه یوازې دا، چې د داسې پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلي، بلکه په ځینو مواردو کې په نا سم چلند سره خپله د دې سبب ګرځیدلي، چې تاوتریخوالي رامنځ ته کړي.

ورځپاڼې افغان دولت ته دا سپارښتنه کړې، چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره باید سم او پر ځای تدابیر ونیسي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د تیرو دوو ورځو پېښو ته په اشارې دا سپارښتنه کړې، چې تاوتریخوالې خو نه له اسلامي ارزښتونو سره اړخ لګوي او نه هم د هېواد له ملي ګټو سره.

ورځپاڼې که څه هم د امریکایی کشیش د وروستي عمل په وړاندې د اسلامي نړۍ او په تیره بیا د افغانانو غصه پر ځای بللې، خو لیکلي، چې دا اعتراض باید په سوله ایز ډول شوې وای.

ورځپاڼې لیکلي، چې یو شمېر مغرضې کړۍ د افغانانو له پاکو احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي او د اوبو په خړولو سره کبان نیسي.

ورځپاڼې د هېواد حساسو شرایطو ته په پام سره خلکو ته دا سپارښتنه کړې، چې باید ډیر هوښیار او ویښ واوسي او هیچا ته اجازه ورنه کړي، چې د دوي له پاکو احساساتو ګټه پورته کړي.

د ورځپاڼې په وینا په تاوتریخوالي لاس پورې کول پرته له دې، چې د عامو خلکو ژوند ګډوډ کړي او عامه شتمنۍ زیانمنې کړي، بله پایله نه لري.

ملي ارمان:

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم په کندهار کې د پرونۍ مظاهرې زیانونو او مرګ ژوبلې ته په اشارې لیکلي، چې بیا هم مخالفینو د مظاهره کوونکو په لیکو کې نفوذ وکړ او بیا هم یی یو شمېر خلک ووژل.
XS
SM
MD
LG