د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

هندوستان له سرې لانکا نه د کرکټ د نړېوال جام پايلوبه وګټله


د هند د کرکټ ملي ټيم ټولو لوبغاړو خپله پرونۍ نړېواله اتلولي د خپل ټيم ٣٧ کلن لوبغاړي سچين تندوکر ته ډالۍ کړه.

که څه هم په دغو لوبو کې تندوکر ډېر ونه ځلېد، يوازې د ١٨ رنزونو په اخيستو له لوبې ووت، خو هغه د هند ملي ټيم ته له ٢١ کلونو راهيسې لوبه کوي او د خپل هېواد ټيم يې پنځه ځلې نړېوالې اتلولۍ ته رسولى دى.

تندوکر سږ کال په خپله شپږمه هڅه کې، نړېواله اتلولي د هندوستان په برخه کړه.

د پرونۍ لوبې له پايته رسېدو، سچين تندوکر خپلو په اوښکو لړلو سترګو ته په اشارې وويل، دا د خوښۍ اوښکې دي.

که څه هم د هند د کرکټ په تاريخ کې به د سچين تندوکر شهکارونه خوندي شي، خو د دې ټيم په پرونۍ اتلولۍ کې بل لوبغاړي ګواتم ګمبير ډېر رول درلود.

نوموړي په خپل وروستي توپ شپږ نومرې واخيستې او په يوازې سر يې ٩٧ منډې جوړې کړې.

پرون هند د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره خپل پخوانى او قوي ټيم سريلانکا ته ماتې ورکړه او تر ٢٨ کلونو وروسته يوځل بيا د کرکټ د نړېوال جام ګټونکى شو.

دغه له تلوسې ډکه لوبه په ممبۍ ښار کې وشوه. او په زرګونو ننداره کوونکو په شور او ځوږ سره دغه لوبه کتله.

د ټلويزيونو او انټرنټ په مرسته د نړۍ په بېلابېلو برخو له دې جملې افغانستان کې خلکو د دې لوبې ننداره کوله.

په لسګونو افغان ځوانانو دغه لوبه وکتله او د دې لوبې تر پيل مخکې يې له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د خپلې علاقې وړ ټيم په باب نظرونه څرګند کړل.

کرکټ په افغانستان کې هم زيات مينه وال لري. د افغانستان د کرکټ ملي ټيم هم د نړېوال جام لپاره په څو لوبو کې برخه واخيسته او ځينو قوي ټيمونو ته يې ماتې ورکړه.
XS
SM
MD
LG