د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

ولسمشر کرزي له بانکي مون سره د مزارشریف د پېښې په اړه غمرازي شریکه کړه


ولسمشر کرزی وايي، چې د مزارشریف د پېښې عامیلن به محاکمې ته راکاږل شي.
ولسمشر کرزی وايي، چې د مزارشریف د پېښې عامیلن به محاکمې ته راکاږل شي.
یوه ورځ وروسته له هغې چې د بلخ په مرکز مزارشریف کې د یوې مظاهرې په تاوتریخوالي کې د ملګرو ملتونو د سیمه یېز دفتر یو شمیر کارکوونکي ووژل شول، جمهور رییس حامد کرزي د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بانکي مون سره په تلفیون د پیښې په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې.

د افغانستان جمهور رییس ملګرو ملتونو ته ډاډ ورکړ، چې په مزار شریف کې د دوی په سیمه یېز دفتر د جمعې د ورځ د برید په اړه به پوره څیړنې کیږي او عاملین به یې محاکمې ته را کاږل کیږي.

د جمهور رییس د ویاند مرستیال حامد علمي وايي، د شنبې په ورځ جمهور رییس حامد کرزي د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بانکي مون سره په تلیفون خبرې وکړې او د دې سازمان کارکوونکو ته د اوښتو تلفاتو په اړه یې خپله غمرازي ور سره شریکه کړه.

د هغه په وینا جمهور رییس همداراز د ملګرو ملتون له عمومي منشي نه وغوښتل چې په ځینو هیوادونو کې دیني مقدساتو ته د سپکاوي د زیانونو په اړه په پوهاوي کې خپل رول ولوبوي:

"جلالتماب جمهور رییس بانکي مون ته وویل، چې باید ملل متحد کوم نقش او رول د عامه پوهاي په باره کې لري، باید یې چټک کړي، خصوصاً په هغو هیوادونو کې چې مقدساتو ته توهین کیږي، څو د دغه شان ناوړه اعمالو مخنیوی وشي."

د جمعې په ورځ له لمانځه وروسته یو شمیر خلکو د بلخ په مرکز مزارشریف کې د امریکا د متحده ایالاتو په فلوریډا ایالت کې د قران کریم د نسخې د سوځولو پر ضد مظاهره وکړه او وروسته یې په دغه ښار کې د ملګرو ملتونو په دفتر یرغل ور وړ.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په مزارشریف کې د یوناما په دفتر د جمعې د ورځې برید غندلی او هغه یې ظالمانه اوبزدلانه عمل بللی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري وايي، په دې برید کې د یوناما د سیمه یېز دفتر اوه بهرني کارکوونکي وژل شوي، چې څلور یې ساتوونکي او درې یې ملکي مامورين دي.

د بشري په وینا د مظاهرې په تاوتریخوالي کې څلور مظاهره کوونکي هم وژل شوي او درویشت تنه ټپیان دي.

نوموړي په کابل کې یوه خبري کنفرانس د معلوماتو ورکولو په مهال هغه راپورونه رد کړل چې وايي، د ملګرو ملتونو د څو تنو کارکوونکو سرونه هم پرې شوي دي.

بشري وویل، د پیښې په ارتباط دیرش مشکوک کسان نیول شوي او یو څیړنیز پلاوی هم سیمې ته تللی

وسلوالو طالبانو له رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې په مزارشریف کې د ملګرو ملتونو په دفتر په برید کې د دوی کسانو لاس درلود.

که څه هم چارواکي وايي، چې د پيښې د عواملو په اړه تحقیقات روان دي، خو وسلوالو مخالفینو پخوا هم په ځینو نورو ولایتونو کې د خلکو له سوله یېزو مظاهرو څخه ګټه اخیستې چې له امله یې مظاهرې په تاوتریخوالي بدلې شوي دي.

د شنبې په ورځ په کندهار ولایت کې هم د خلکو سوله یېزه مظاهره پر تاوتریخوالي واوښته چې د چارواکو په وینا شاوخوا نه تنه پکې ووژل شول او څه باندې اتیا کسان پکې ټپیان شول.
XS
SM
MD
LG