د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

کونړ: د امید په عملیاتو کې له ۳۰ زیات مخالفین مړه او ژوبل شوي


په جګړه کې څلورتنه بهرني سرتيري وژل شوي او دري ټپيان شوي دي.
په جګړه کې څلورتنه بهرني سرتيري وژل شوي او دري ټپيان شوي دي.
دا عملیات له تیرو څلورو ورځو د دغه ولایت په سرکاڼو او مره وره ولسوالۍ کې روان دي، چې پکې څلور بهرني سرتیري هم وژل شوي.

دکونړ والي سيدفضل الله وحيدي ازادۍ راډيو ته وويل دا عملیات د افغان او نړیوالو ځواکونو لخوا په ګډه پرمخ بیولې کیږي.

د ښاغلي وحیدي په وینا په سرکاڼو کې ١٤ وسلوال وژل شوي اولس ټپيان دي او په مروره کې ٧ وژل شوي او ٦ ټپيان دي

هغه وويل په جګړه کې څلورتنه بهرني سرتيري وژل شوي او دري ټپيان شوي دي

دکونړ والي وويل دسرکاڼو ولسوالۍ په سپري سيمه کې په عملياتو کې دوه ماشومان سرسري ټپيان شوي چې ددرملني وروسته بيرته خپلو کورونو ته ستانه شوي

کونړ والي وويل چې اوسمهال جګړه روانه ده او دطالبانو مرستي ته دپولې پورې غاړي وسلوال هم راغلي دي

دسيمې يوتن اوسيدونکې پر تليفون ازادۍ راډيو ته وويل چې په عملياتو کې ګڼ ولسي وګړوته مرګ ژوبله اوښتي ده

تيره ورځ نړيوالو ځواکونو هم ويلي چې د اميد په نوم په روانوعملياتو کې يي له شلو زيات وسلوال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي

طالبان هم د خپلو څلورو ملګرو د وژنې او ددوه تنو دټپي کيدو خبره مني او دعوه کوي ګڼو بهرنيو سرتيرو ته يي زيان اړولى دى.
XS
SM
MD
LG