د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

د کندهار په مظاهرو کې ۹ تنه مړه او ۸۱ تنه ټپیان شوي


لاريون کوونکو په سيمه کې يو شمېر خبريالان هم په لرګيو ووهل، کيمري او نور وسايل يې ورته مات کړ.
لاريون کوونکو په سيمه کې يو شمېر خبريالان هم په لرګيو ووهل، کيمري او نور وسايل يې ورته مات کړ.
په امريکا کې د قران کريم د سوځولو د پيښې په غبرګون کې سلګونو کسانو نن په کندهار کې د تاوتريخوالي ډک لاريون وکړ.

لاريون کوونکو د ښار په بيلا بيلو برخو کې پر پوليسو او نړيواله ځواکونو د ډبرو وارونه کول او په مقابل کې دغو ځواکونو هوايي ډزې کولې.

لاريون کوونکو په سيمه کې يو شمېر خبريالان هم په لرګيو ووهل، کيمري او نور وسايل يې ورته مات کړ.

په ښار کې خلکو خپل دوکانونه تړلي او ټول کار وبار بند دى،
دغه د تاوتريخوالي ډک لاريون چې لا هم دوام لري، د عامې روغتيا د ریيس په خبره تر دا مهاله ۹ لاريون کوونکي وژل شوي او تر ۷۴ زيات زخميان دي.

سوله ییز

د دعامې روغتيا ريس ډاکټر عبدلقيوم پخلا ازادي راډيو ته په خبرو کې د يو شمېر زخميانو حالت نازک وښود.

د ياد ولو وړ ده، چې له دې مخکې په پلازمينه کابل مزاري شريف هرات او نورو ولايتونو کې هم لاريونه وشول، چې ځني سوله يیز او ځني يې هم د کندهار د لايورن په څېر له تاوتريخوالي ډک وو.

راپور: محمدصادق رښتينى - کندهار
XS
SM
MD
LG