د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

د مزار شریف د پېښې په اړه نړېوال عکساالعملونه


د جمعې په ورځ په مزارشریف کې د یوناما پر دفتر د مظاهره چیانو خونړي یرغل د ملګرو ملتونو ټول سازمان لړزولی دی.
د جمعې په ورځ په مزارشریف کې د یوناما پر دفتر د مظاهره چیانو خونړي یرغل د ملګرو ملتونو ټول سازمان لړزولی دی.

د جمعې په ورځ په مزارشریف کې د یوناما پر دفتر حملې او د دې دفتر د بهرنیو کارکونکیو وژنې د نړۍ د ګڼو مشرانو اعتراضونه راپورته کړي. ټاکل شوې چې د پېښې په اړه به د ملګرو ملتونه

د جمعې په ورځ په مزارشریف کې د یوناما پر دفتر حملې او د دې دفتر د بهرنیو کارکونکیو وژنې د نړۍ د ګڼو مشرانو اعتراضونه راپورته کړي.

ټاکل شوې چې د پېښې په اړه به د ملګرو ملتونه د امنیت شور ډیر زر یوه بیړنۍ غونډه جوړه کړي.

د جمعې په ورځ په مزارشریف کې د یوناما پر دفتر د مظاهره چیانو خونړي یرغل د ملګرو ملتونو ټول سازمان لړزولی دی.

دا په ۲۰۰۳ عیسوي کال کې په بغداد کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې له درنې چاودنې چې په کې د عراق لپاره د ملګرو ملتونو د استازی په ګډون ګڼ کسان وژل شوي وو، وروسته د دې نړېوال سازمان لپاره تر ټولو دورند ګوزار دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون چې دا مهال په نایروبي کې دی د مزار شریف د پېښې په اړه وويل: دا بزدلانه برید و او په هیڅ ډول نه شي توجیه کیدلی.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما هم په مزارشریف کې د ملګرو ملتونو د کارکونکیو وژنه په کلکه غندلې ده. په یو بیان کې بارک اوباما د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلی او هغوی ته يې تسلیت ويلی.

نوموړي د افغانانو په ګډون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کارکونکیو د کارونو ستاینه کړې چې د نوموړي په وینا د افغانانو ملاتړ کوي او د یو پیاوړي افغانستان د جوړیدو لپاره کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دا پېښه غندلې او ویلي يې دې د ملګرو ملتونو سره په هره بڼه مرستې ته چمتو دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر ویلي، موږ په دې باور یو چې د قران سوزول یوه ناسمه کړنه وه، چې موږ یې په کلکه ردوو او په روښانه ټیکو وایوو چې دا ناسمه کړنه دې یوې وړې ډلې کار و او په هیڅ ډول د اسلام په اړه د امریکا د خلکو د نظر څرګندویه نه ده.

د ناټو سرمنشي انډریس فوګ راسموسن هم په یو بیان کې په مزارشریف کې د یوناما پر دفتر برید غندلی دی نوموړی ویلي:

"په مزارشریف کې د یوناما پر دفتر برید چې په ترڅ کې یې د دې ادارې څو کارکونکي ووژل شول په سختو ټیکو کې غندم. د برید قربانیانو د افغانانو سره د یو ښه ژوند په جوړولو کې مرسته کوله."

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې دا پېښه غندلې او په افغان حکومت او افغانستان کې میشتو نړېوالو ځواکونو يې غږ کړی، چې د ملګرو ملتونو د مامورینو د خوندیتوب لپاره دې ضروري ګامونه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG