د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

د هلمند مرستيال والي د ښځينه وو سندرغاړو د کنسرت په جوړولو له دندې ګوښه کړای شو


د لویدیځ اکثرو ورځپاڼو پرون په خپلو ګڼو کې د کابل د نوي ښار د جوړېدو په اړه مطالب خپاره کړي دي. ځینو ورځپاڼو د دې ښار د جوړېدو جزییات څرګند کړي او د معیارونو، مساحت او مصارفو په اړه یې معلومات ورکړي دي.

ډیلي ټلګراف

د لندن چاپ ډېلي ټلګراف ورځپاڼې هغو ستونزو ته اشاره کړې، چې د داسې یوه ښار د جوړولو په برخه کې شته او لیکلي یې دي، دا ښار یوه خیالي او افسانوي ښار ته ورته دی او ترهغه وخته چې بنسټ یې کېنښودل شي، د یوه تصور په توګه به پاتې وي.

خو د لندن چاپ بلې ورځپاڼې ټایمز د هلمند د مرستیال والي د ګوښه کېدو په اړه یو مطلب خپور کړی.

د هلمند مرستیال والي عبدالستار میرزکوال د هغه کنسرت د جوړولو په خاطر چې په هغه کې بې حجابه ښځو د خلکو په مخکې سندرې ویلې د ولسمشر حامد کرزي له خوا ګوښه شو.

دا کنسرت د نوي هجري لمریزکال د راتلو په ورځ په مرکز لشکرګاه کې جوړ شوی و. خو ورځپاڼه لیکي، د دې کنسرت د جوړولو لپاره ښه نیتونه ډېر ژر هېر شول او برعکس دې اقدام په لشکرګاه کې د ۱۳۹۰ کال راتګ د تاوتریخوالي له پیغام سره یوکړ.

ورځپاڼه د یوه دولتي مقام په حواله لیکي چې وايي، ښځې له چادري پرته له کوره د راوتلو اجازه نه لري نو څنګه دوی د ستيژ سرته راځي او له پوړني پرته سندرې وايي.

دا مقام زیاتوي، افغانستان د نړۍ له ډېرو محافظه کارو هېوادونو څخه او هلمند بیا د دې هېواد ترټولو محافظه کار ولایت دی.

ټایمز لیکي، په داسې حال کې چې یو برتانوی ډيپلومات په هلمند کې دا کنسرت د پرمختګ نښه ګڼي د افغانستان قومي مشران د خپل فرهنګ د له مینځه وړلو لپاره د یوه اقدام په سترګه ورته ګوري او د هغه په وړاندې سخت حساسیت ښيي.

ورځپاڼه زیاتوي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره له لسو کلونو مبارزې او په ټولنه کې د هغو لپاره د مناسب ځای له موندلو وروسته بیاهم داسې کسان شته چې په داسې حالاتو کې انتقادونه کوي.

د ټایمز په وینا په هلمند کې د قومي مشرانو عکس العمل په افغانستان کې د هغه محافظه کار ذهنیت نښه ده، چې لاهم دوام لري.

ورځپاڼه په پای کې لیکي، دا عمل ښيي چې که د ښځو د حقونو په برخه کې په افغانستان کې نورې هڅې ونه شي، نو هغه محدودې ازادۍ به هم له لاسه ووزي چې د تېرو څو کالو په ترڅ کې په دې هېواد کې ترلاسه شوې دي.
XS
SM
MD
LG