د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

نوربخش: په کانکور کې د بې نتیجې پاتې شوي ځوانانو ته نوي پلانونه لرو


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي هغه زده کوونکي چې د کانکور په آزموینه کې په دې نه دي بریالی شوي، چې پوهنتونونو ته لار پیدا کړي او نمرې یې هم د ۳۰۰ پورته دي، کولای شي د لوړو زده کړو د وزارت له لارې په یو شمیر سکالرشیپونو کې له هیواده بهر زده کړې وکړي.

دوی دا هم وایي، چې دا شمیر ځوانان کولای شي په هیواد کې دننه په ۳۳ خصوصي عالی او نیمه عالي پوهنتونونو کې هم زده کړې وکړي.

په ورته وخت کې ولسي جرګې هم د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست سرور دانش په کانکور کې د پنځه اوویا زره زده کوونکو د بې نتیجې د اعلانیدو په مناسبت د ولسي جرګې عمومې غونډې ته بللی دی.

مخفي عزیزي په کابل کې د لوړو زده کړو د وزارت له ویاند عظیم نوربخش سره مرکه کړې ده، تاسو یې اوریدو ته رابولو:

ددې مركې د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!
XS
SM
MD
LG