د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

امریکايي پوځیانو ته د بې ګناه خلکو وژنه یوه لوبه ښکاري


ګڼو لویدیځو چاپي خپرونو په خپلو وروستیو ګڼو کې د افغان ولسمشر هغو څرګندونو ته اشاره کړې ده، چې د هغو انځورونو په اړه یې کړې دي، چې په کې له ملکي کسانو سره د امریکایي پوځیانو د بد چلند څرګند ویي کوي.

شپیګل ان لاین

جرمنۍ مجله شپیګل ان لاین لیکي، چې دا انځورونه دومره پارونکي وو چې د افغانستان دننه او بهر یې خلک غصه کړې دي او دا ویره هم ورسره پیدا شوې ده، چې ښایي په افغانستان له امریکایي پوځیانو خلک غچ واخلي.

خپرونه د ولسمشر کرزي په وینا څرګندوي چې یو شمیر بهرنیو پوځیانو مخدر مواد استعمال کړې او په نشه کې یې بیګناه خلک وژلې دي.

لاس انجلس ټایمز

په همدې اړه لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې د ولسمشر کرزي د خبرو له مخې یو شمیر بهرني پوځیان د ساعت تیرۍ او لوبو لپاره په افغانستان کې بیګناه خلک وژني.

ورځپاڼه بیا د ولسمشر په وینا د یوه افغان ماشوم وژنې ته اشاره کوي، چې امریکایي پوځیانو ته دا یوه ساعت تیري ښکاریده.

لاس انجلس ټایمز د حامد کرزي دې خبرې ته هم اشاره کوي، چې دی ټینګار کوي چې د امریکا خلک ښه خلک دي او یو شمیر د خپلو عسکر دې چلند په قهر کړې دي.

ګارډین ورځپاڼې

ګارډین ورځپاڼې هم همدا مساله څیړلې ده. دې ورځپاڼې د ولسې جرګې د پخوانۍ غړې ملالۍ جویا لیکنه خپره کړې ده، چې په کې لولو، دغه عکسونه د افغانستان د جګړې رښتونولي رابرسیره کوي، داسې چې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو غوښتونکي په خپله کله ناکله داسې کارونه کوي، چې په هیڅ بشري چوکاټ کې نه شي ځاییدای.

د ملالۍ جویا په نظر په افغانستان کې د بیګناه خلکو وژنه یوازې د مرګ ډلې په نوم د امریکایي پوځیانو کار نه دی خو دا د افغانستان د پیښو یوه بېلګه ده که یې مخه ونه نیول شي د امریکا پر ضد به په افغانستان کې بدبینۍ ورځ تربلې پسې زیاته شي.

نیوریپلیک

نیوریپلیک خپرونې بیا یوې بلې موضوع ته اشاره کړې ده. د دې خپرونې په مقالې کې لولو چې له افغانستان سره د میلیارډونو ډالرو مرستو سربیره لاهم د دغه هیواد په شمال کې تعلیمي وضعه په بد حالت کې ده.

خپرونه د طالبانو وخت ته اشاره کوي چې نجونې له زده کړو بې برخې وې خو هلکانو ته هم تعلیمي شرایط ډير میسر نه و.

د دوی د رژیم له ماتې وروسته له افغانستان سره په میلیارډونو ډالر مرستې وشوې خو لاهم په یو شمیر سیمو کې نجونې د بیلابیلو پلمو له امله له تعلیمه بې برخې شوې دي.

نیو رپبلیک د مزارشریف د ښار د یوه کلي، اقه مثال ورکوي، چې څو تنه ښوونکي هلته وټاکل شول خو میاشتې وشوې چې لاهم زده کوونکي انتظار دي چې کله به معلم ورځي.

خپرونې د دغو ښوونکو یو تن وروسته له ډيرو هڅو په مزارشریف کې موندلی دی او هغه ته یې ویلې دي، چې د اقه په کلي کې زده کوونکي ستا انتظار کوي خو ده ورته ویلې دي چې ده د دې کلي نوم هم نه دی اوریدلی.

خپرونه بیا وړاندې لیکي، اقه بریښنا نه لري خو هغوی تلویزیون او راډیو ته اړتیا نه لري چې پوه شي چې په میلیونونو نور افغان زلمیان هم له هغوی سره په یوې بیړۍ کې سپاره دي او لاهم د تعلیم له نعمته بې برخې دي.
XS
SM
MD
LG