د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

جرمني د افغانستان له مالیې وزارت سره ‍۱۳۳ میلیونه یورو مرسته وکړه


ښاغلي زاخېلوال دا مالي مرسته د جرمني د۴۳۰ میلیون یورو کلنی مرستې یوه برخه وبلله.
ښاغلي زاخېلوال دا مالي مرسته د جرمني د۴۳۰ میلیون یورو کلنی مرستې یوه برخه وبلله.
د افغانستان له ماليې وزارت سره د جرمني د اقتصادي همکاریو د پراختیا وزارت د ۱۳۳ میلیون یورو دا مرسته به هیواد په بنسټیزو پروژو ولګول شي.

د ماليې وزیر ډاکټر حضرت عمرزاخېلوال د پنجشنبې په ورځ د دغه تړون د لاسلیکولو پرمهال وویل، چې د جرمني دا مرسته به د افغان دولت له خوا په ځانګړو شوو پروژو او د افغان دولت د بودیجې له لارې ولګول شي.

ښاغلي زاخېلوال دا مالي مرسته د جرمني د۴۳۰ میلیون یورو کلنی مرستې یوه برخه وبلله.

ښاغلي زاخېلوال زیاته کړه، چې جرمني سره له دې، چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، خو بیا هم له افغانستان سره یې خپلې مرستې دوه برابره زیاتې کړي دي.

بل خوا جرمني د اقتصادي همکاریو د پراختیا وزیر په روان کال کې له افغانستان سره د ۱۰۷ میلیون یورو مرستې یادونه هم وکړه، چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به د افغان دولت په واک کې ورکړل شي.

په ورته وخت کې د جرمني د اقتصادي همکاریو د پراختیا وزیر ډېرک نیبل وویل، چې مرستې به يې د افغان دولت او د افغانانو د اړتیاوو له مخې لګول کیږي.

ښاغلي نېبل زیاته کړه، چې سږ کال به په دریو بنسټیزو پروژو پوهنې، انرژی او اوبو په برخو کې د ولسوالیو په کچه تمرکز وکړي.

"موږ غواړو، چې خپلې مرستې په ټولییزه توګه د ولایتونو او ولسوالیو په کچه انتقال کړو. موږ غواړو، چې د افغان دولت د پراخیتايي پلانونو له مخې خپلې چارې پرمخ بوزو."

د جرمني د اقتصادي همکاریو د پراختیا وزیر نیبل زیاته کړه، چې د افغانستان د باثباته او اقتصادي ودې په ځانګړي ډول د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د اداري چارو د پراختیا لپاره به کار وکړي.

د ماليې وزارت د چارواکو په وینا جرمني په تېرو څو کلونو کې له افغانستان سره څه باندې یونیم میلیارد ډالره مرسته کړې، چې د دغو مرستو ډېری برخې د افغان دولت د لومړیتوبونو له مخې لګول شوي دي.

راپور: ماریا صدیقي - کابل
XS
SM
MD
LG