د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

ترک قومي شورا: زموږ هدف د قومونو تر منځ د یووالي ټینګول دي


د افغانستان د ترک تبار قومونو د شورا ريیس جواد امید
د افغانستان د ترک تبار قومونو د شورا ريیس جواد امید

په افغانستان کې د ترک تبار قومونو شورا چې پر جوړیدو یې کابو کال وځي، د پنجشنبې په ورځ یې، په کابل کې یوه ناسته لرله. د شوراغړو وویل غواړي، چې د هیواد د مختلفو قومونو ترمنځ د تفاهم زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د روانو هڅو ترڅنګ، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، چې په هیواد کې د پرتو قومونو پیژندنه او د دوی ترمنځ تفاهم، کولی شي چې د سولې له لارې خنډونه لري کړي.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون ريیسې سیما سمر، چې د پنجشنبی په ورځ په کابل کې د ترک تبار و قومونو په جوړې شوې ناسته کې خبرې کولې ویې ویل، چې په افغانستان کې پراته قومونه باید دا ومني چې دلته نورقومو نه هم اوسیږي او هریو یې، یو پربل حق لري:

"دا یوه اړتیا ده، چې داسې بنیادونه جوړ شي، دا د قومونو ترمنځ تفاهم رامنځته کولی شي او تفاهم دا زمینه برابروي، چې قومونه یو د بل موجودیت ومني، دلته باید د بشر حقونه مراعات شي، د نورو د حقونو پیژندل د ستونزو د اواري یوازینئ لار ده."

سیما سمر وویل، ښځه د افغاني ټولنې نیمایي برخه جوړوي او ټولو قومونو ته په کار ده، چې په سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو کې ورته پراخه برخه وکړي.

د ترک تبار قومونو شورا وایي، هدف یې دا دی، چې د هېواد د ابادی او پرمختګ لپاره د خلکو اوقومونو ترمنځ د تفاهم او ګډې همکارۍ زمینه برابره کړي.

د افغانستان د ترک تبار قومونو د شورا ريیس جواد امید وویل:

"هدف د هیواد د قومونو ترمینځ د یووالی ټینګېدل دي، ترڅو په ګډه د دولت پروژې عملي او د قومونو ترمنځ عدالت تامین شي، دا حرکت باید نور هم ګړندی شي."

په وروستیو کلونو کې د هیواد په ځینو ولایتونو کې یولړ قومونو شخړو او نښتو خلکو ته زیانونه ورسول او دولت هڅه وکړه، چې دا شخړې د قومونو شوراګانو له لارې اوارې کړي.

د همدې له امله اوس مهال سربیره د قومي شخړو په اواري دولت هڅې پیل کړي دي، د سولې او ثبات لپاره وسله والو مخالفینو سره هم د تفاهم او خبرواترو لارې ومومي.
XS
SM
MD
LG