د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

نیویارک ټایمز: دطالبانو ترمنځ خپل منځي اختلافات مخ پرزیاتېدو دي


سمینه وايي، افغان طالبانو په دې وروستیو کې خپل ځان وژنکو تاکتیکونو بدل کړي او په اسانه هدفونو حملې کوي.
سمینه وايي، افغان طالبانو په دې وروستیو کې خپل ځان وژنکو تاکتیکونو بدل کړي او په اسانه هدفونو حملې کوي.
ورسته تر وژنو، بندیانولو او د خپل منځني اختلافاتو له امله چې د طالبانو دمه ځای پاکستان ته یې هم لمن وغځیده، د دوی ترمنځ تر منځه د اختلاف نښې مخ په غوړیدو دي او دوی تر زیاتیدونکي فشار لاندې دي.

دا خبره په امریکايي نیویارک تایمز ورځپاڼه کې د افغان امنیتي ځواکونو او د هغو افغانانو په حواله راغلې، چې له طالبانو سره په تماس کې دي.

درې لوي د طالبانو قوماندانان د تیرې فبرورۍ په میاشت کې د پاکستان په کوټه کې ووژل شول. د یوه افغان تاجر او په سیمه کې د مجاهدینو د یوه پخواني قوماندن په وینا چې له طالبانو سره اړیکه لري، دوی داسې کسان وو، چې د طالبانو د مرکزې قوماندي مشرتیا یې کوله.

څلورم قوماندان د طالبانو یو وزیر و، چې د مارچ په میاشت کې په چمن کې په ډزو ټپي شو.

مارجه

د وژل شویو قوماندانو په ډله کې یو حاجې خلیل و، چې په مارجه کې یې د طالب وسلوالو د څو ډلو قومانداني په لاس کې وه او شاو خوا درې سوه کسان یې لرل.

بل قوماندان منصور نومیده چې په کوټه کې په موټر سایکل سپور وو او ورباندې ډزې وشوې، ده هم په مارجه کې د طالبانو د پینځو ډلو مشري کوله.

فکر کوم چې افغان طالبانو له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

مهمند
څلورم قوماندان منصور احمد نومیده چې د طالبانو پخوانی د سپورت وزیر و او د نامعلومو کسانو له خوا ورباندې په چمن کې په خپل دفتر کې ورباندې ډزې وشوې.

په پاکستان کې همدا شان ډیر شمیر د طالبانو لوی قوماندانان بندیان شول.

نیویارک تایمز زیاتوي، په دې ډله کې د ملا برادر ورور ملا اغا محمد هم د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا یو کال مخکې ونیول شو، لنډ وخت وروسته بیرته خوشې شو او په دې توګه له افغانستان حکومت سره یې د هغه د خبرو اترو مخه ډب کړه.

په داسې حال کې چې طالبان د پاکستانیو امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي، داسې هیڅ نه ښکاري، چې څوک دې په دې مطمین وي، چې په دې قتلونو کې د چا لاس دی؟ د طالبانو ځینې غړې دې مسالې ته په سیمه کې امریکايي جاسوسانو سره ارتباط ورکوي.


طالبان تهدید کړي

بله مساله چې د پاکستان او افغانستان دواړو د پارلمان غړې یې په اړه غږیږي دا ده، چې د پاکستان استخباراتي ادارې چې له ډیرې مودې راهیسې یې طالبان تهدید کړي، وژلي، هغوی یې کنټرول کړي دي.

کیدای شي دوی یو ځلې بیا په مخالفو وسله والو د نفوذ د لرلو لپاره دا کار کړی وي، لکه چې امریکايي او د ناټو چارواکي په دې اړه بې خبري ښیي افغان چاروکې هم د پاکستان په خاوره کې پر طالبانو د هر ډول حملو څخه انکار کوي.

د تیر کال راهیسې، چې د افغانستان په جنوبي سیمو کې امریکايي ځواکونو خپل حضور ډیر پراخ کړی او په یو شمېر عملیاتو کې یې طالب قوماندانان د خپلو ځانګړو ځواکونو په واسطه په نښه کړي نو پر طالبانو فشارونه ډیر زیات شوي دي.

لا هم ځینې لرې پرتې ولسوالې د دوی په ولکه کې دي او لا هم مخالف وسله وال له هماغه ځایونو د حکومت پر ضد ځواکونه منسجم کوي.

په داسې حال کې چې د طالبانو د پیاوړتیا په اړه په مجموع کې پوښتنې مطرح کیږي، پاکستان چې د افغان طالبانو په اړه په ډیر څه پوهیږي وايي، دوی تیر کال سخت تلفات لرل او دوی په ځینو سیمو کې د جګړو د دوام لپاره له ستونزو سره مخامخ دي.

طالب قوماندان خپل مشرانو ته وایي، تاسو ښه بسیا ژوند لرﺉ، ماشومان مو په ښو ښوونځیو کې زده کړه کوي تاسو دوبی ته په سفر روان یﺉ او موږ ته وایﺉ چې ځې او جنګیږﺉ؟

افغان چارواکی
نیویارک ټایمز زیاتوي، د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر رستم شاه مهمند چې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د پرځیدو وروسته د پاکستان سفیر و، وايي، فکر کوم چې افغان طالبانو له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

په پاکستان کې د نړیوال کړکیچ د ډلې مشره سمینه احمد وايي، افغان طالبانو په دې وروستیو کې خپل ځان وژنکو تاکتیکونو بدل کړي او په اسانه هدفونو حملې کوي سمینه په دې وروستو کې په ننګرهار کې د کابل بانک پر یوې څانګې او په پکتیکا کې د سړک جوړولو د یوې فابریکې پر کارکونکو حملې ته اشاره کوي.

امریکايي، افغان او ناټو ځواکونه وايي، د جګړو په ډګر کې چې تیرکال طالبان له کومو پېښو سره مخامخ شو، نو د هغې نه په تجربې سره طالب مشران اوس هڅه کوي، چې له دې فشارونو سره ځان عادت کړي او دوی دې ته تمایل لري، چې بیا هم په افغانستان کې جګړو ته دوام ورکړي.

یو افغان لوړ رتبه چارواکی وايي، شاوخوا نهه سوه وسله وال طالبانو تیر کال ووژل شول او اوس طالب قوماندان خپل مشرانو ته وایي، تاسو ښه بسیا ژوند لرﺉ، ماشومان مو په ښو ښوونځیو کې زده کړه کوي تاسو دوبی ته په سفر روان یﺉ او موږ ته وایﺉ چې ځې او جنګیږﺉ؟
XS
SM
MD
LG