د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

طالبانو د وایګل د درې په نیول خپل ځواک ښاره کړ


واشنګتن پوسټ ورځپاڼه په خپلې وروستۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې چې طالبانو د وایګل د درې له نیولو سره خپل زور ښکاره کړ، لیکي، د طالبانو له لورې په نورستان کې د وایګل د درې نیول په اوړي کې افغان ځواکونو ته د امنتیي چارو د ورسپارلو په لاره کې پر پرتو خنډو تاکید کوي.

ورځپاڼه د نورستان د امنیه قوماندان جنرال شمس الرحمان په وینا لیکي، د وایګل اوسیدونکي په دو کې دي، د حکومت ملاتړ وکړي که د طالبانو؟

د امنیه قوماندان په وینا اوس خلک دې ته ګوري چې سیمه د چا په لاس کې ده. که د حکومتي ځواکونو په لاس کې وي، د هغوی ملاتړ کوي که د طالبانو په لاس کې وي بیا د طالبانو حمایت کوي، څو په دې ډول ځانونه وساتي.

واشنګتن پوسټ د ولسې جرګې د پخوانۍ غړې هوا علم چې اوس د سولې د عالي شورا غړې ده، په وینا وایي، د طالبانو له لورې د وایګل نیول داسې نا اشنا کار نه و، هره شېبه دې امکان درلود چې طالبان یې لاندې کړي، ځکه چې د ولسوالۍ له مرکز پرته نورې ټولې سیمې هسې هم له طالبانو سره وې.

د افغانستان د جګړې په اړه یوې خپرونې، نیو ریپبلېک بیا په خپلې تازه ګڼې کې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده چې، د افغانستان د جګړې ویتنامي کیدل، د دې مقالې په یوې برخې کې لولو.

کله چې امریکا د لومړي ځل لپاره افغانستان او عراق ته پوځیان واستول، ډونالډ رمسفیلډ ادعاء وکړه، چې د ویتنام د جګړې ارواوې به پر دغو دو جګړو سیوری ونه غوړوي.

د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر دا هم ویلي وو، چې د ویتنام په جګړې کې هره ورځ د مخالفانو جسدونه شمیرل کیدل او دا بریالیتوب ګڼل کیده خو د یاغیانو پرضد په داسې ځای کې لکه افغانستان کې دا کار اغیزمن نه دی.

د ورځپاڼې په وینا تر څو وخته مخکې هم دا تګلاره منلې وه او په دې اړه چې د افغانستان په جګړې کې څو تنه وژل شوي او څو تنه مخالفان له منځه تللي دي، دقیق معلومات نه ورکول کیدل.

خو خپرونه څرګندوي چې په وروستیو کې حالت بدل شوی دی هره ورځ خبر ورکول کیږي چې په پلاني عملیاتو کې دومره طالبان د هغوی د قوماندانانو په ګډون وژل شوې دي، په هغه عملیاتو کې بیا دومره له منځه تللي دي او هره ورځ دا خبرونه په رسنیو کې تکراریږي.

د نیو ریپبلیک خپرونه بیا لیکي چې امریکا ښایي د مقابل لورې د تلفاتو د شمیر یادیدل د ځان بریالیتوب ګڼي خو یو څه چې واضح دی هغه دا دی چې په افغانستان کې د مخالفانو وژنه د بریا نښه نه ده، ځکه چې د هغوی د استخدام لپاره سرچینې لږې نه دي او ترڅو چې په پاکستان کې دغه منابع او مرکزونه وي او افغانستان ته د طالبانو اکمالاتي لارې پرانیستې وي، په افغانستان کې په جګړې کې بریالیتوب نه شي اعلانیدای.
XS
SM
MD
LG