د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

ایتلافي ځواکونو د هېواد په شرقي سیمو کې عملیات پیل کړي


ډګروال هاینس وايي، هڅه کوو د پاکستان له پولې څخه د وسله والو د راتیرېدو مخه ونیسو
ډګروال هاینس وايي، هڅه کوو د پاکستان له پولې څخه د وسله والو د راتیرېدو مخه ونیسو
د افغانستان په شرقي سیمو کې د امنیت د خرابیدو له امله، د را ولاړوشویو اندیښنو سره سم، په هېواد کې میشتو نړیوالو ځواکونو د کونړ او لغمان په ولایتونو کې، د وسله والو مخالفینو ضد عملیات پیل کړي دي.

په هېواد کې د نړیوالو ځواکونو د ګډې قوماندانۍ یوه چارواکي ډګروال پټ هاینس د چهارشنبی په ورځ وروسته له غرمې خبریالانو ته وویل، چې په دې عملیاتو کې په زرګونو افغان او بهرنیوځواکونو برخه اخیستې ده.

ډګروال هاینس وویل، په عملیاتو کې هڅه کیږي، چې د کونړ او لغمان په ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پټځایونه ویجاړ او د پاکستان له پولې څخه د هغوی د راتیرېدو مخه ونیسي. ده وویل:

عملیات

"د کونړپه ولایت کې مو د پاکستان د پولې پر اوږدو د سې شنبې له ورځې راهیسې عملیات پیل کړي، چې اوس هم دوام لري، هدف مو دا دی، چې له پاکستان له پولې څخه د مخالفینو او د هغوی د وسلو د راتیریدو مخه ونیسو
همدارنګه د لغمان په ولایت کې هم له درې ورځو راهیسې ورته عملیات پیل شوي دي."

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، چې د پاکستان پرقبایلي سیمو د امریکا د بې پیلوټه طیارو بمبارۍ د دې سبب شوي، چې وسله وال مخالفین افغانستان ته مخه او د هیواد پر شرقی سیمو بریدونه زیات کړی.

ډګروال دا هم وویل، چې د کونړ په عملیاتو کې تراوسه، یوویشت وسله وال مخالفین او د ملي اردو یوسرتیری وژل شوی دی.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د ګډې قوماندانۍ چارواکي ډګروال پټ هاینس
همدارنګه ډګروال هاینس ازادي راډیو ته وویل، چې په پام کې ده ورته عملیات د هېواد په یوشمېر نورو سیمو کې هم پیل شي:

"همدا اوس ورته عملیات د افغانستان په یوشمېر نورو سیمو کې هم روان دي او په راتلونکي کې هم د عملیاتو دوام په پام کې دی."

ویل کیږي، چې د هوا له تودیدو سره به په هیواد کې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات شي.

نړیوال ځواکونه هم وایي، چې په روان کال کې به د له وسله والو مخالفینو سره نښتې زور واخلي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې وسله والومخالفینو له افغان او بهرنیو ځواکونو سره د ښکاره جګړی توان بایللی او هڅه کوي، چې د سړکونو پرغاړو ماینونه ښخ او یا چاودنې وکړي.
XS
SM
MD
LG