د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

د منځني ختیځ روان حالت او په افغانستان کې یې د ایتلافي ځواکونو پر فعالیت اغیز


جنرال عظیمي وايي، چې امریکا او ناټو په لیبیا کې دومره نه دي مصروفه چې په افغانستان کې د دوی فعالیتونه زیانمن کړی
جنرال عظیمي وايي، چې امریکا او ناټو په لیبیا کې دومره نه دي مصروفه چې په افغانستان کې د دوی فعالیتونه زیانمن کړی
په منځني ختیځ کې د روان بحران او کړکیج له زیاتیدوسره سم د دفاع وزارت وایي، چې په لیبیا کې د امریکا او ناټو ښکیلیدل به په افغانستان کې د بهرنیوځواکونو تمرکزته زیان ونه رسوي.

د دې وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې ناټو ډیره پیاوړې ده او امکاناتو ته یې په کتو هیڅ داسې ګمان نه کیږي، چې په منځني ختیځ کې یې ښکیلیدل، په افغانستان کې د دې تړون پرماموریت بده اغیزه وکړي.

جنرال عظیمي څرګنده کړه، چې امریکا او ناټو په لیبیا کې دومره نه دي مصروفه چې په افغانستان کې د دوی فعالیتونه زیانمن کړی:

"ناټو یولوی سازمان دی، چې ډیرامکانات او توانمندي لري، دا تړون بیلابیلو شرایطو او حالاتو ته تیاری لري حتی که له دې څخه وضع نوره هم خرابه شي.

په لیبیا کې د نړیوال ایتلاف عملیات دومره پراخ نه دي، چې ناټو ترفشار لاندې راولي. د دفاع وزارت برداشت دا دی چې د لیبیا روان حالات به په افغانستان کې پرروانوعملیاتواغیزه ونه کړي."

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پټرویس هم څو ورځې مخکې ویلي وو، چې په منځني ختیځ کې وروستي تحولات په افغانستان کې د دوی پرماموریت هیڅ ډول اغیزه نه کوي.

له څو میاشتوراهیسې د منځني ختیځ په بیلابیلو هیوادونو کې تاوتریخوالي اوتحولات روان دي، چې په مصر کې حتی د جمهور رییس حسني مبارک حکومت یې هم ړنګ کړ.

دا مهال په لیبیا کې هم وضع ډیره خرابه ده او له څو مودې راهیسې د واکمن معمرالقذافي او مخالفاتو ترمنځ یې سخت اخوډپ روان دی.

حتی نړیوال ایتلاف د قذافي د حکومت پرضد پوځي اقدام وکړ، چې دې اقدام په افغانستان کې هم د خلکو اندیښنې را وپارولې، چې ممنکن په افغانستان کې د ناټو ځواکونو فعالیتونه ټکني کړي.
XS
SM
MD
LG