د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۹

د نورم او سټنډرډ ادارې هېواد ته د واردېدونکو توکو د څار ژمنه وکړه


ښاغلی خلیلي وايي، د سټنډرډونو رعایتول په وارداتو او صادراتو کې موږ ته ډیر اهمیت لری

د نورم او سټنډرډ ادارې په هیواد کې د خپلو چارو د پرمخ بیولو لپاره یو ستراتیژیک پلان اعلان کړ، چې واردوونکې توکې به په دقیقه څیړل کیږي او همداراز له دې سره به افغاني محصولاتو ته په بهر کې ښه مارکیت او ځاې پیدا کړی.

افغان حکومت وایي چې د دې ستراتیژیک پلان په پلي کیدو سره به نه یواځې هیواد ته د واریدیدونکو توکو کیفیت ته جدي پاملرنه وشي بلکې د افغانې محصولاتو په صادرولو او بازار موندلو کې هم رغنده ګامونه پورته شي.

دغه پنځه کلن ستراتیژیک پلان د چهارشنبې په ورځ د نورم او سټنډرډ د ادارې له خوا په داسې حال کې اعلان شو، چې د ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي، د امریکا سفیر ایکن بیري او یو شمېر تمویلوونکو ادارو هم ګډون کړی وو.

د ولسمشر دویم مرستیال د حکومتدارۍ په برخه کې دا اداره مهمه وبلله او زیاته یې کړه، چې د دې پلان سره به په افغانستان کې د سوداګریزو اموالو کیفیت ته پاملرنه وشی.

"د سټنډرډونو رعایتول د دوو اړخونو موږ ته ډیر اهمیت لری، یو دا چې د افغانستان محصولات به د نړۍ د نورو هیوادونو د توکو سره پرتله شي او ښه رقابت به وکړي او له دې سره زموږ د محصولاتو د صادرولو کچه لوړه شی.

دویم دا چې مستهلکین چې له دغو توکو څخه کار اخلي د بې کیفیته توکو څخه خلاصون پیدا کړي، چې د دوی په روغتیا او پرمختګ به ده اغیزه لري، خوندي پاتې شي."

که څه هم دا اداره له څه مودې راهیسې په افغانستان کې موجوده ده خولاهم د افغانستان په بازارونو کې د ډیر ټیټ کیفیت مواد موجود دي.

اکثره خلک دا شکایت کوي، چې د ډیرو توکو کیفیت خراب او د خلکو روغتیا یې له ګواښ سره مخامخ کړې، خو دا اداره نه ده توانیدلې چې دا ستونزه هواره کړي.

که څه هم د نورم او سټنډرد اداره دا ستونزې مني خو وایي، چې د دې ستونزې د هوارې لپاره وخت ته اړتیا ده.

د امریکا سفیر هم په خپلو خبرو کې دا پلان مهم وباله او ډاډ یې ورکړ، چې له دوی سره د وسایلو او نورمونو په برابرولو کې مرستې وکړي.

"موږ د افغانستان د نورم او سټنډرډ د ادارې سره دوامدارې مرستې کوو، موږ دې ته ډیر ژمن یو او غواړو په افغانستان کې د اقتصادي ودې په برخه کې ډیرې مرستې وکړو.

له دې سره به په افغانستان کې نوي مارکیټونه رامنځته شي او خلکو ته به دندې پیدا شي او په ورته وخت کې به عامې روغتیا او چاپیریال ساتنې ته هم پاملرنه وشی.

د دې لپاره چې افغانستان نړیوال مارکیټ ته ووځي باید نړیوال معیارونه، خوندیتوب او د پیریدونکو غوښتنې په پام کې ونیسي."

افغانستان په وچه کې راګیر هیواد دې او د دې هیواد په دننه کې هم دومره فابریکې نشته چې د هیواد اړتیاوې پوره کړي.

په دغه غونډه کې ټول چارواکي د افغانستان په بازارونو کې د خراب کیفیت لرونکو توکو څخه اندیښمن وو، خو ټینګار یې کاوه، چې دا پلان باید پلي شي څو د خلکو روغتیا او چاپیریال ته جدی پاملرنه وشی.

د دې ستراتیژیک پلان له پلې کیدو سره به په افغانستان کې هم د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره زمینه برابره شي او د چارواکو په وینا افغاني محصولاتو ته به په بهر کې بازار وموندل شي.

رپورټ: مخفي عزیزي - کابل
XS
SM
MD
LG