د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۴

پاکستان او هند خپلو کې استخبارتي معلومات شریکوي


دپاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني او د هند صدراعظم من موهن سینګ په موهالي کې د کرکټ لوبې ننداره کوي .
دپاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني او د هند صدراعظم من موهن سینګ په موهالي کې د کرکټ لوبې ننداره کوي .

نن د هند وستان د موهالي ښار د هند او پاکستان د کرکټ د په زړه پورو سیالیو کوربه دي او د دواړو هیوادونو صدراعظمان په ګډه ددې لوبو ننداره کوي .

د کرکټ د دې ډیپلوماسۍ سربېره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو لپاره نورې هلې ځلې هم روانې دي .

پرون ددې دواړو سیالو هیوادونو د کورنیو چارو د وزارتونو چارواکي له دوه ورځنۍ خبرو وروسته په یو لړ مهمو مسلو سلا شول . په دې اړه د ډان ورځپاڼې یوه مقاله خپره کړې ده چې غټ ټکي يې اجمل اند پښتو کړي دي :

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت د مرسیتال چوهدري قمرزمان او د هندوستان د کورنیو چارو د وزارت د مرسیتال جي . کی پیلاۍ ترمنځ تړون کې څه موده مخکې په شرم الشیخ کې د شوې ژمنې پخلی وشو .

همالته پریکړه شوې وه چې دواړه لوري به د تروریزم د مخنیوي لپاره په عین وخت کې خپلو کې معلومات شریکوي .


د ورځپاڼې په وینا د کورنیو چارو د وزارتونو د مرستیالانو ترمنځ د تلیفون مستقیه کرښه به د ستونزو هواری نور هم چټک کړي .

پر دې سربیره ددې خبرو بله لاس ته راوړنه دا وه چې د ممبيې د پېښې څیړنه به چټکه شي او س به د د دواړو لوریو دتحقیقاتي ډلې اجازه ولري چې د پولې اخوا څیړنې وکړي .

دواړو لوریو په ګډ خپاره کړي بیان کې ویلي چې پاکستان د ممبيې د بریدونو په اړه په پاکستان کې د روانې محاکمې او څیړنو په اړه تازه معلومات وړاندې کړل .

همداراز پاکستان چمتوالی ښودلی چې د د متقابل درناوي د اصولو پر بنسټ به په پاکستان کې د ممبيي د بریدونو د څیړنې لپاره د یو هندي کمیسون هرکلی وکړي .

په دې ګډ بیان کې پر دې هم ټینګار شوی چې د هندوستان (این ، اۍ ، اې ) او د پاکستان (ایف، اۍ ، اې ) به چې د دواړو هیوادونو فیډرالي تحقیقیاتي ایجنسۍ دي خپلو کې د ممبيي د بریدونو د څیړنو په برخه کې همکارۍ ته دوام ور کوي . او دا همکاري به په دوستانه فضا کې وي .


ورځپاڼه د ګډ بیان په حواله وايي : داوړو لورو ته دا مهمه ده چې د هغو مسلو په اړه خبرو اترو ته دوام ورکړي چې هوارې شوې نه دي . نو د همدې لپاره به د کورنیو چارو د وزارتونو د مرستیالانو په سطحه مذاکرات هر کال ترسره کېږي .

ورځپاڼه زیاتوی دواړو خواو د خپلو دې ژمنو پخلی کړی دی چې د تروریزم د هر بڼې پر ضد به مبارزه کوي او هغه کسان په محاکمو ته راکاږي چې په ترویستي جرمونو کې لاس ولري .

د دواړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو د یوبل له لورې د بندیانو او بندي کب نیونکیو د خوشي کیدو هرکلی هم وکړ .

دوی پر دې هم سلا شول چې دواړه لورې به د اپریل پر پنځلسمه نیټه هغه ملیکان او کب نیونکې چې د بند موده یې پوره شوې ، حکومتونو یې هویت تایید کړی او د سفر اسناد يې تر لاسه شوي خوشې کړي .

ډان ورځپاڼه همدارنګه زیاتوي چې هند او پاکستان به د ۲۰۱۱ کال د جولاۍ پر یولسمه نیټه په خپلو کې د یو بل د بندي اتباعو بشپړ لیستونه هم تبادله کړي .

دواړو هیوادونو د نشه يی موادو د زیاتیدونکې ګواښ په اړه هم خپلې اندېښنې سره شریکې کړې او د نشه يې موادو د مخنیوي لپاره يې هم په خپلو کې د همکاریو په زیاتیدو ټینګار وکړ.

ومنل شو چې په دې برخه کې به د دواړو هیوادونو د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې د ادارو مشران خپلو کې کلنۍ غونډه کوي چې لومړنۍ غونډه به يې د مې په میاشت کې په پاکستان کې وي .
XS
SM
MD
LG