د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۳۵

نړېوالو د لیبیا په اړه د تماس د ډلې په جوړوېد هوکړه وکړه


د کنفرانس ګډون کونکو ژمنه وکړه، چې د لیبیا په اړه به د ملګروملتونو د پریکړه لیک مواد په بشپړه توګه عملي کوي.

د لیبیا د راتلونکې په اړه د لندن په نړیوال کنفرانس کې د دی هیواد لپاره د تماس د ډلې په جوړیدو موافقه وشوه.په دې کنفرانس کې د نړۍ د ۴۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازیو ګډون کړی و.

د لندن په کنفرانس کې په شمالي افریقا کې د ثبات پرلارو چارو او په دې اړه چې د لیبیا مشر معمر قذافي دې د هغو اقداماتو مسول وګڼل شي، چې په دې هیواد کې یې کړي، بحث وشو.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیام هګ د دغه کنفرانس په پای کې پرون وویل، چې د لیبیا په اړه د تماس نوې ډله به چې مشري به یې د قطر په غاړه وي، ډیر ژر په کار پیل وکړي.

هګ زیاته کړه، د کنفرانس ګډون کونکو ژمنه وکړه، چې د لیبیا په اړه به د ملګروملتونو د پریکړه لیک مواد په بشپړه توګه عملي کوي.

"موږ په خپلو هدفونو کې ګډ دریځ لرو. د لیبیا په اړه زموږ غوښتنه دا ده، چې دا داسی یو هېواد وي چې نه خپلو اتباعو، نه سیمې او نه هم له هغې وړاندې ګواښ رامنځ ته نه کړي.

موږ غواړو د لیبیا له خلکو سره کار وکړو، چې دوی په سوله او امن کې خپله راتلونکې وټاکي."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل، چې د کنفرانس ټول ګډونوال په دې نظر و، چې د معمرقذافي حکومت خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وویل، چې د معمر قذافي پرځواکونو به حملې ترهغو دوام وکړي، ترڅو د لیبیا مشر د ملګرو ملتونو ټول شرایط منلي نه وي.

کلنټن دغه راز د امریکا پردریځ ټینګار وکړ، چې قذافی باید له قدرته لیرې شي.


دې وویل، په دې کنفرانس کې د لییبیا د حکومت له مخالفینو سره د مرستو پرموضوع خبرې وشوې خو د مخالفانو د مجهز کولو په اړه کومه پریکړه ونه شوه.

میرمن کلنټن وویل، د لیبیا په عملیاتو کې به ناټو اساسي ونډه ولري.

"د شمالي اتلانتیک شورا به له خپلو متحدینو سره د میز ترشاه، په لیبیا کې د ناټو د عملیاتو مستقیم تنظیمونکی او د اجراتو د اوامرو صادرونکی وي.

دا به لکه په افغانستان کې د نړیوال مرستندویه ځواک ایساف ته ورته یومیکانیزم وي."

په همدې حال کې وسله والو مخالفینو چې د قذافي پرمهمو ځایونو د ایتلافي ځواکونو د هوایي حملو په مرسته یې د لویدیځ پرلور ډېر پرمختګ کړی، پرون د هغه په پلرني ټاټوبي سیرت کې د قذافي پلوو ځواکونو د توپونو او ټانکونود ډزو له امله په شاه تګ ته مجبور کړای شول.

د راپورونو له مخې جګړه په مصراته کې چې د وسله والو مخالفینو په لاس کې ده روانه ده.

په مصراته کې چې د لیبیا دریم لوی ښار دی د قذافي پلوي ځواکونه پرمخالفینو حملو ته دوام ورکوي.
XS
SM
MD
LG