د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

له کابل بانکه چا پیسې ایستلې دي؟


د مرکزي بانک په وینا د کابل بانک منحلول به افغان حکومت ته ډېر ګران پرېوزي
د مرکزي بانک په وینا د کابل بانک منحلول به افغان حکومت ته ډېر ګران پرېوزي

د کابل بانک په اړه د افغانستان د مرکزي بانک د رپوټ یوه نسخه نیویارک ټایمز ورځپاڼې ترلاسه کړې ده او په دې رپوټ کې د یو شمېر کسانو د پورونو په اړه معلومات خپاره شوې دي.

خاص خلکو له کابل بانک څخه ازادانه پور اخیستی دی، دا د هغې مقالې سرلیک دی چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، کله چې د افغانستان د ولسمشر د مرستیال یوه ورور او د هغه یوه نژدې خپل ته د تیلو د سوداګرۍ لپاره پیسې په کار شوې، نو له کابل بانک څخه یې نولس میلیونه ډالر پور کړې.

کله چې د ولسمشر یوه ورور د سمینټو په یوې فابریکې کې پانګونه کوله نو دوه اعشاریه نهه میلیونه ډالر یې له کابل بانکه قرض واخیست، همداراز ده شپږ میلیونه نور ډالر په دوبی کې د کور د اخیستو لپاره له کابل بانکه پور کړې.

نوي اپارتمانونه

کله چې د کابل بانک رییس غوښتل چې په کابل کې نوي اپارتمانونه ودان کړي نو ده بیا له کابله بانکه نژدې اتلس میلیونه ډالره پور کړې.

د دغو پورونو شرط دا و، چې نه په کې تضمین و او نه هم بانکي ګټه او تر اوسه په خپل وخت بانک ته نه دي ورکړل شوي.

د نیویارک ټایمز په وینا دا څو بیلګې دي، چې د افغانستان مرکزي بانک په خپل رپوټ کې اشاره ورته کړې ده او دا څرګندوي چې خاصو خلکو څرنګه د افغانستان له دغې سترې مالي موسسې د یوه شخصي بانک په ډول ګټه اخیستې ده.

د کابل بانک مسوولانو دوه ډوله بانکي حساب درلود، یو ډول جعلي حساب چې په کابل کې و او بل یې سم حساب چې په دوبۍ کې د شاهین په صرافۍ کې و.

مرکزي بانک
د ورځپاڼې په باور اوس دوې پوښتنې دي، ولې د افغانستان دولتي چارواکو په خپل وخت په دې برخه کې ژر اقدام نه دی کړی؟ دوهمه پوښتنه دا ده، چې ولې د کابل بانک سهم لرونکو او چارواکو تر نهه سوه میلیونه ډالره ډير پور د سیاسي روابطو له مخې ورکړی دی؟

د افغانستان د مرکزي بانک د اکتوبر د میاشتې په رپوټ کې ویل شوې دي، د دې لپاره چې له سیاسي اغیزه استفاده پټه شي، شفافیت او حساب ورکول د جعلي توب قرباني شوي دي.

د مرکزي بانک په رپوټ کې همداراز ویل شوې دي، چې له ډیر وخت راهیسې د کابل بانک وضعه خرابه ده او له همدې امله مرکزي بانک دا مساله څيړي چې دا بانک په امانت کې واخیستل شي.

نړیوال پولي صندوق هم ویلې دي، چې تر هغو به په افغانستان کې بیا کارونه پیل نه کړي چې کابل بانک په امانت کې نه وي اخیستل شوی.

افغان حکومت

د نیویارک ټایمز په وینا، تر اوسه دا معلومه نه ده، چې افغان حکومت به کابل بانک منحل کړي که نه؟! خو د مرکزي بانک په رپوټ کې ویل شوې دي، چې د افغانستان حکومت ته به دا ډیره ګرانه پریوزي.

د مرکزي بانک ویاند اسحاق علوي وایي، تر اوسه پر تخنیکي مسایلو بحث شوی دی خو مرکزي بانک او افغان حکومت تر اوسه د کابل بانک د برخلیک په اړه پریکړه نه ده کړې.

د مرکزي بانک د رپوټ له مخې د کابل بانک مسوولانو دوه ډوله بانکي حساب درلود، یو ډول جعلي حساب چې په کابل کې و او بل یې سم حساب چې په دوبۍ کې د شاهین په صرافۍ کې و.

دا صرافي د کابل بانک د رییس شیرخان فرنود ده. حقیقي حساب کله هم مرکزي بانک یا بهرنیو محاسبینو ته چې د بانک تفتیش یې کاوه نه دی سپارل شوی.

د پیسو د نړیوالو صندوق چارواکي او لویدیځ ډیپلوماټان په دې باور دي چې د کابل بانک له چارواکو او سهم لرونکو سره دې حساب کتاب وشي څو پر بانکي سیستمونو بیرته افغانان اعتماد پيدا وکړي.
XS
SM
MD
LG