د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

په هلمند کې ځپل شوي ملکیان څه ګیله لري؟


د هلمند ولایت سپینږي
د هلمند ولایت سپینږي
په هلمند کې بهرني پوځیان هڅه کوي چې د دوی له لورې د وژل شویو او ژوبل شویو خلکو خپلوانو ته تاوان ورکړي. خو یو شمیر سیمه ییز شکایت لري، چې پیسې اصلي خلکو ته نه رسیږي.

د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې د لوی لالا کوچنیانو په خپل کور کې لوبې کولې چې د بریتانیایي پوځیانو د درنې وسلې یوې مرمۍ چې هدف يې خطا کړی و، د دوی پر کور ولګیده.

لوی لالا شپیته کلن دی، دی سوداګر دی. د ده په وینا بریتانیایي ځواکونو پر هغې ډلې شک کړی و چې د کب نیونکو سیل ته راغونډ شوې وو چې د بریښنایي جنریټر په واسطه یې کبان نیول.

په پېښه کې یوه پنځه کلنه نجلۍ ووژل شوه او دوه ماشومان معیوبه شول.

د دې ترڅنګ چې دا کوچنیان ولګیدل، دغه ډول تیروتنې دا خطر هم پیدا کوي چې افغانان د ایتلافي ځواکونو پرضد شي. لوی لالا وویل، بهرنیان ماته راغلل او ویې ویل چې دوی خواشیني دي، ځکه چې ته د امنیتي کاروان د امنیت مسووله یې.

ناټو روغتون ته د لګیدلو ماشومانو لپاره هیلکوپتر واستوله او د نژدې څوارلس سوه ایرو معادل پیسې یې تاوان ورکړ.

لوی لالا زیاته کړه، چې بهرنیو ترې وغوښتل چې ویې بخښي او د سیمې مشرانو هم ورته وویل چې ودې بخښي. لوی لالا بیا وویل، دا ماشومان وو، طالبان نه وو، خو زه پوهیږم چې سهوا لګیدلي دي.

نوموړي بیا وویل، زه تعلیم نه لرم خو په دې پوهیږم چې تاسو وسلې ته ضرورت لرئ څو امنیت راولئ.

بهرنیو ځواکونو د تاوان ورکولو سربیره له لوی لالا سره د هغه پله د جوړیدو قرارداد وکړ، چې اته زره ډالر به پرې مصرف شي.

یو شمیر خلک بیا د هلمند په نورو سیمو کې شکایت لري چې بیا بیا تاوان مشرانو او متنفذو خلکو اخیستی دی او اصلي خلکو ته نه دی رسیدلی.

د حاجي میرزا خان په نوم د هلمند یو اوسیدونکی وایي، د باباجي په سیمه کې د ده پر کور په بمبارۍ کې د ده دوه وروڼه ووژل شول، دی په خپله، میرمن یې او زوی یې ټپیان شول. حاجي میرزا خان دا هم وویل، چې موږ نه پوهیږو چې دا خلک څه فکر کوي او څرنګه استخبارات لري.

حاجي میرزا زیاته کړه، انګریزان راغلل او ویې ویل چې موږ ډيره بخښنه غواړو خو تر اوسه یې تاوان نه دی راکړی.
XS
SM
MD
LG