د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

لویې څارنوالۍ دایسا مشر نورالله دلاوري ممنوع الخروج اعلان کړ


د ایسا د ادراې مشر، ښاغلی نورالله دلاوري، په اداري فساد تورن شوی و
د ایسا د ادراې مشر، ښاغلی نورالله دلاوري، په اداري فساد تورن شوی و

د افغانستان لویې څارنوالۍ د ایسا یا د افغانستان د پاګونونې د ادارې دمشر توفیق رد کړ او هغه یو سوې تفاهم وباله. د لویې څارنوالۍ ویاند د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل،

د افغانستان لوی څارنوالۍ که څه هم په هېواد کې د پانګه ونې ادارې د مشر د توقیف راپورونه رد کړل، خو ویې ویل، چې دې په یوه دوسیه کې د ښکیلتیا له کبله ممنوع الخروج اعلان شوی دی.

د لویې څارنوالې ویاند امان الله ایمان د سې شنبې په ورځ ناوخته په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې نورالله دلاروي د کابل توقیق خانې ته د عنایت لله قاسمي د لیدو لپاره وړل شوی و.

ښاغلي ایمان وویل، چې نورالله دلاوري د ټرانسپورټ او هوایي چلند له پخواني وزیر عنایت لله قاسمي سره ګډه دوسیه لري، خو اوس په ضمانت په خپله وظیفه کې ده.

"د ای سا د ادراې مشر، ښاغلی نورالله دلاوري، چې په اداري فساد تورن شوی وو، د تحقیق د اصولو په اساس د ټرانسپورت له پخواني وزیر ښاغلي عنایت الله قاسمي سره د مخامخ کیدو لپاره د کابل توقیف خاني ته وړل شوی وو، او د تحقیق له پروسې وروسته بیرته خپلې دندې ته ستون شوی، په دې اړه د رسنیو له خوا د هرډول تبصیره منلو وړنه دی."

د ټرانسپورټ او هوايي چلند پخوانۍ وزیرعنایت الله قاسمې د نهو میلیونو ډالرو په اختلاس تورن دی او اوس مهال د کابل په توقیف ځای کې دې.

د لويې څارنوالۍ ویاند په خپلو خبرو کې وویل، چې قاسمي په لویه څارنوالۍ کې دوه دوسسې لري، چې یوه دوسیه یې له نورالله دلاروي سره شریکه ده.

له هغه وخته، چې په افغانستان کې د فساد پر ضد مبازره روانه ده ، دالومړی ځل دی، چې د دولت یو لوړ پوړی چارواکی دلویې څارنوالۍ له خوا توقیف کیږي.

پخوا داسې انتقادونه موجود وو، چې د فساد پرضد مبارزه کې یواځې په ټیټه کچه روانه ده او جګپوړي چارواکي نه نیولې کیږي.
XS
SM
MD
LG