د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۰۴

د هېواد د امنیتي ادارو چارواکو د مشرانو جرګې پوښتنې ځواب کړې


ځیني سناتوران وايي، افغان ځواکونه اوس د دې جوګه نه دي، چې د هیواد امنیتي مسوولیت پرغاړه واخلي.

د افغانستان مشرانو جرګې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال په اړه د خپلو پوښتنو او اندیښنو د ځوابولو لپاره لوړ پوړي امنیتي چارواکي خپلې غونډې ته ورغوښتي وو .

د افغان ولسمشر له خوا د امنیتي مسوولیتونو د انتقال بهیر د پیل له اعلان وروسته دا لومړې ځل وو، چې مشرانو جرګې په دې اړه له امنیتي مشرانو سره بحث وکړ.

مشرانو جرګې د سې شنبې په ورځ خپلې عمومي غونډې ته د کورنیو چارو او دفاع وزیران او د ملي امنیت مرستیال وربللي وو.

ځینو سناتورانو د افغان ځواکونو په وړتیا اندیښنې څرګندې کړې او ویې ویل چې افغان ځواکونه اوس د دې جوګه نه دي، چې د هیواد امنیتي مسوولیت پرغاړه واخلي.

علي اکبر جمشیدي امنیتي چارواکو ته د مسولیت سپارلو د لړې په اړه خپلې اندیښنې داسې څرګندې کړې:

"له جدي اندیښنو څخه یوه یې هم د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان رول دی. دویمه اندیښنه دا ده، چې له لګښتونو سره سره بیاهم د افغان ځواکونو روزنیزحالت د منلو وړ نه دې.

په دې برخه کې بله اندیښنه د امنیتي ځواکونوپه ترکیب کې ده چې په ملي کچه په کې د هرقوم کسان نه شته."

ځینو نورو سناتورانو د افغان ځواکونو او په ځانګړې توګه د پولیسو په لیکو کې په نشه یې توکو روږدي کیدل او له دندې څخه د دوی د تیښتې په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

خو د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ وویل، د دغې پروسې بریا ته ځکه هیله مند دی، چې پرافغان ځواکونو د عامو خلکو باور زیات شوی دی.

ده د امنیتي مسوولیتونو د انتقال بهیر د بریالیتوب لپاره د خلکو همکاري خورا مهمه وبلله.

"له یو یا یونیم کال راهیسې مود چریکي جګړو په اړه داسې یوه نوې ستراتیژې جوړه کړی ده، چې د خلکو د ملاتړ په برخه کې ښې لاسته راوړنې لرو.

د هغو خلکو چې خوندیتوب تامین شوی دی، هغوی له دولت سره د همکاریو په درشل کی دی.

‎په دې وروستیو میاشتو کې په یو شمیر سیمو کې د کشف شوو ماینونو شمیرچې د خلکو له خوا یې راپورونه ورکړل شوي ډیر زیات شوی په دې میاشتو کې یې فیصدي حتی ۸۵ ته رسیږی. دا ټول بل څه نه وو بلکې د خلکو د همکاری او مرستو په پایله کې ترسره شوی دی."

ښاغلي وردګ وویل، دوی په نړیوالو ځواکونو یوازې د پرمختللې تکنالوجۍ او وسلو په خاطر تکیه کوي او زیاته یې کړه، چې د افغان ځواکونو په اوسنې بودیجه کې دې مهمو څیزونو ته ځای ورکړل شوي.

د کورنیو چارو وزیر جنرال بسم الله محمدي هم وویل، چې د وروستیو دریو کلونو په پرتله اوس د هیواد په امنیتي چارو کې ښه والی راغلی او د ده په خبره افغان ځواکونه په ګډه دې ته چمتو دي چې د هیواد امنیتي مسولیت په تدریجي توګه په غاړه واخلي.

د ملي امنیت مرستیال ډاکترضیا هم د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د پروسې لپاره د خپلو هڅو یادونه وکړه او ویې ویل چې د دوې د ځواکونو له خوا هم په دې برخه کې ګټور پلانونه نیول شوي.

امنیتي چارواکو وویل د انتقال له پروسې سره به افغانان د رهبرۍ چارې په غاړه واخلي او د نړیوالې ټولنې اوسنی دریځ به هم بدلون ومومي چې د افغان حکومت د یوه ملاتړي موقف به خپل کړي.

دوی داهم وویل چې د ولایتي بیارغونې ټیمونه به هم ددې بهیر له بشپړیدو وروسته په ملکي توګه فعالیت کوي.

ټاکل شوې د امنیت د انتقال لړې په را روان اوړي کې پیل شي.


راپور: اسدالله لودین - کابل
XS
SM
MD
LG