د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

د افغانستان بانک د کابل بانک د منحل کېدو راپورونه رد کړل


علوي وايي تراوسه د کابل بانک منحل کېدو په هکله کومه غوڅه پریکړه نه ده شوې.
علوي وايي تراوسه د کابل بانک منحل کېدو په هکله کومه غوڅه پریکړه نه ده شوې.

د افغانستان مرکزي بانک وایي، چې د کابل بانک د تړل کیدو په هکله هیڅ ډول پریکړه نه ده شوې. مرکزي بانک هغه بهرني راپورونه، چې افغان دولت د کابل بانک د منحل کېدو پرېکړه کړې رد کړل.

د افغانستان مرکزي بانک د بهرنیو خبری رسنیوهغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې افغان حکومت تصمیم نیولی، چې کابل بانک وتړي.

په دې وروستیو کې ځینو رسنیو او په تیره واشنګتن پست لیکلي، چې افغان حکومت د امریکا او د پیسو د نړیوال صندق د فشارله امله پریکړه کړې ده چې، تر راتلونکي یوې میاشتې پورې، د کابل بانک د تړل کېدو کار پیل کړي.

د افغانستان د مرکزي بانک مشاور سیدا سحق علوی د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې، تراوسه د کابل بانک په هکله داسې یوه غوڅه پریکړه نه ده شوې. ده وویل:

مرکزي بانک او دولت دواړو ارګانونو په دې هکله کوم تصمیم نه دی نیولی، د واشنګتن پوست راپور د کابل بانک له واقعیتونو سره سمون نه لري، راپور وایي د بانک پانګه امانت کیږي، دا څرګندونې ټولې ناڅرګندې او ګونګې دي."

واشنګتن پسټ داهم ذکر کړی دی، چې افغان حکومت پریکړه کړې ده چې
د کابل بانک ټوله پانګه امانته کړي ترڅو په کې نوره پانګه ونه لویږي.

خو مرکزي بانک وایي، د بانکدارۍ د قانون له مخې اوسمهال نه کابل بانک او نه نوربانکونه کولی شي، چې پانګې دې واچوي.

د کابل بانک د تړل کیدو په هکله د واشنګتن پسټ راپور په هېواد کې د خلکو او په تیره د هغو، چې په یاد بانک کې لري، اندیښمن کړي دي او هرسړی په بې صبرۍ سره هڅه کوي، د دوی پیسې له بانکه وباسي.

خو د مالیې د وزارت مشاور نجیب اله منلی ازادي راډیو ته وویل، چې د کابل بانک ستونزه، د بانک کورنۍ ستونزه ده او په کې د خلکو پرتې پیسې له هرډول زیان څخه خوندي دی. ده وویل:

"کابل بانک د مرکزي بانک ترکنټرول لاندې دی، هره پرېکړه چې مرکزی بانک کوي، د مالیې وزارت یې ملاتړه دی.

هغه چاچې بانک یې له ستونزو سره مخ کړی دی، مرکزي بانک به ورسره د بانکي اصولو سره سم چلند کوي، خو په کې د خلکو پرتې پیسې خوندي دي."

په وروستیو څو میاشتو کې کابل بانک په ناڅاپي توګه له یولړمالي ستونزو سره مخ شو، چې د پانګوالو د انديښنو سبب او د بانک اعتبار یې زیانمن کړی، خو دولت وڅاره او روانو چارو او کنټرول ته یې یوه کميته وټاکله.

دولت داهم وایي، چې د بانک ستونزه به د بانکي اصولو سره سمه اواره شي
دا چې دا ستونزه به څنګه او کله اواریږي، دا به هم معلومه شي.

راپور: خان محمد سیند - کابل
XS
SM
MD
LG