د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

افغان حکومت او د سولي شورا د روسیې د څرګندونو هرکلی کوي


حامد علمي وايي، روسیه په سیمه کې یو مهم هېواد دي، نو د سولې د بهیر له ملاتړ څخه د روسیې ملاتړ زموږ په ګټه دی.
حامد علمي وايي، روسیه په سیمه کې یو مهم هېواد دي، نو د سولې د بهیر له ملاتړ څخه د روسیې ملاتړ زموږ په ګټه دی.
افغان حکومت په دې باور دی، چې روسیه د سیمې د یوه مهم هېواد په توګه په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په روان بهیر کې رغنده رول لوبولای شي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي د ویاند مرستیال حامد علمي د سې شنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو کې، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف څرګندونې مهمې وبللې.

ښاغلي علمي وویل، چې په دې سره به په هیواد کې د سولې روانې هڅې لا ګړندۍ شي.

"د سولې بهیر چې د افغانستان حکومت پیل کړي، د نړېوالې ټولنې له ملاتړ څخه برخمن دی او دغه ملاتړ، د لندن، کابل او مونیښ په کنفرانسونو کې اعلان شوي.

له بله اړخه روسیه په سیمه کې یو مهم هېواد دي، نو په دې اساس په افغانستان کې د سولې د بهیر له ملاتړ څخه د روسیې ملاتړ زموږ په ګټه دی او موږ د دوی وروستیو څرګندونو ته هرکلی وایو."

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف انټرفکس خبري اژانس ته د دوشنبې په ورځ وويل، چې روسیه له طالبانو سره مخامخ اړیکې نه لري، خو په افغانستان کې د ملي پخلايني ملاتړ کوي، چې ډېر اهميت لري.

ده همداراز وويل، چې که د طالبانو په منځ کې داسې کسان وي، چې له دوی سره د خبرو لپاره ګام پورته کولی شي، نو روسیه ورسره خبرو ته تیاره ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکې هم د روسیې دې خبرو ته په ښه سترګه ګوري او د سولې په روان بهیر کې یې اغېزناکې بولي.

د سولې عالي شورا لومړي مرستیال عبدالحکیم مجاهد ازادي راډیو ته وویل، چې افغانستان کې له پوځي لارې سوله نه شي راتلای.
روسیه دې نتیجې ته رسېدلی دی، چې نور نو په افغانستان کې نظامي فعالیتونه نتیجه نه ورکوي، بلکې سیاسي هلوځلو ته توجه وشي.

مجاهد


ښاغلي مجاهد د افغانستان په روان ناورین کې له ښکیلو ټولو اړخونو څخه وغوښت چې د پوځي لارې پر ځای دې له سیاسي لارې کار واخلي.

"داسې معلومیږي، چې د روسیې حکومت هم دې نتیجې ته رسېدلی دی، چې نور نو په افغانستان کې نظامي فعالیتونه نتیجه نه ورکوي، بلکې سیاسي هلوځلو ته توجه وشي.

د سولې عالي شورا د دوی ښه نیت په ښه نظر ګوري او هیله ده چې، د افغانستان په بحران کې دخیل دي، نور دې له نظامي حل نه خپله توجه راواړوي او سیاسي حل ته توجه وکړي.

په افغانستان کې سیاسي روغه جوړه نه یوازې د افغانستان په ګټه دی، بلکې د سیمې او نړې په ګټه هم ده."

ملاتړ

تر دې مخکې نړیوالې ټولنې چې په سر کې یې امریکا او برتانیا راځي، په افغانستان کې د سولې د روان بهیر ملاتړ کړی.

خو دا شرطونه یې هم ایښي، چې وسله واله طالبان به د افغانستان اساسي قانون مني، له القاعده ډلې به جلا کیږي او لاسته راغلو پرمختګونو ته به هم زیان نه اړوي.

روسيې هم د امریکا دې شرطونو ته ورته مسایل وړاندې کړي دي.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG