د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۳۷

افغان چارواکو د کابل بانک منحولو ته غاړه کېښوده


د کابل بانک لانجه په افغانستان کې د پراخه اداري فساد یوه نمونه او مثال ګڼل کیږي.

افغان چارواکو د امریکا او نړیوال وجهې صندوق د فشارونو په نتیجه کې د کابل بانک منحلولو ته غاړه ایښې. مخکې تصمیم نیول شوی وو، چې د دغه بانک سرمایې به امانت او چاري به یې دافغانستان بانک له خوا سمبالیږي .

د افغانستان بانک چارواکور د امریکا او نړیوال وجهي صندوق د فشارونو په نتیجه کې روانه میاشت د کابل بانک منحلولو ته غاړه کیښوده.

کابل بانک په افغانستان کې له ټولو لوی خصوصي بانک دی، چې یوشمېر لوړرتبه چارواکي او د هغوی خپلوان په ادارو چارو او اسهامو کې برخه لري.

واشنګټن پوسټ لیکي، د کابل بانک لانجه په افغانستان کې د پراخه اداري فساد یوه نمونه او مثال ګڼل کیږي.

دغه بانک وروسته له دې له ستونزو سره مخامخ شو، چې تیر منی د بانک د لویو چارواکو له خوا د لویو پورونو او سرمایو لګولو خبره رامیدان ته شوه.

دغه سرمایه په ځینو داسې پروژو لګول شوي دي، چې زیان او ګټه یې دومره نه وه څرګنده.

په وړیا توګه

د دغو پروژو څخه یوه په دوبی کې د سمندر له غاړی ساختمانونه دي، چې یو یې په وړیا توګه د افغانستان د جمهور رییس ورور محمود کرزي ته وربښل شوی، چې دی هم په کابل بانک کې اسهام لري.

واشنګتڼ پوسټ ورځپاڼه په خپل رپوټ کې زیاتوي:

د کابل بانک بحران د افغانستان د دولت لپاره یو امتحان دی، چې د اداري فساد په مقابل کې مبارزه څرنګه پرمخ بیایي.

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکو وویل، د افغانستان بانک چارواکو چې د هیواد مالي سیسټم سمبالوي روانه میاشت فیصله وکړه، چې د کابل بانک ټوله دارایي په امانت کې ږدي.

حکومت به وروسته له دې د بانک لپاره یو خریدار پیدا کړي، ترڅو امانت شوې سرمایې خپلې کړي او نوی بانک پرې جوړ کړي.

مستور
له دغې پروسې سره سم چې باید د یوې حکومتي کمیټې له خوا تصویب شي د کابل بانک ټولې مالی ذخیرې او فعال پورونه له سرمایه ګزاري او داسې پورونو چې اداکول یې ګران وي لیري ساتل کیږي.

د افغانستان د مالیې وزارت مرستیال محمد مصطفی مستور د شنبې په ورځ له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره د مرکې په ترځ کې وویل، چې موږ کوښښ کوو، چې د تاوانونو اندازه معلومه کړو ترڅو یې په چاره لاس پورې کړو.

ده وویل، چې حکومت ځکه د کابل بانک دارایي امانت کړه، چې دغه اقدام د هیواد مالي سیستم پیاوړی کوي.

د مالیې وزارت مرستیال زیاته کړه، چې حکومت به وروسته له دې د بانک لپاره یو خریدار پیدا کړي، ترڅو امانت شوې سرمایې خپلې کړي او نوی بانک پرې جوړ کړي.

امریکا او نړیوال وجهي صندوق د کابل بانک د دارایي د امانت کولو لپاره ځکه فشار راوړی و، چې دغه کار د افغانستان کمزوری بانکي سیسټم ته د بیا اعتبار او ډاډ ورکولو لپاره ډېر موثره او لنډه لاره ده.

کله چې په تیرې ډسمبر میاشتې کې د کابل بانک ستونزه څرګنده شوه، نو د افغانستان بانک ډېر ژر د دغه بانک چارې په خپل لاس کې واخیستې او سلګونه ملیونه ډالر یې بانک ته ورکړل، چې پرې وچلیږي او د کابل بانک مشترکینو د بانک د افلاس له ویرې خپلې سرمایې وویستې.

د افغانستان بانک چارواکو ټینګار کاوه، چې کابل بانک د څوکلونو لپاره د افغانستان بانک ترڅارنې لاندې پاتې شي، ترڅو یې چارې سمبال او وپلورل شي.

دوی اندیښنه درلوده، چې که د بانک دارایي په امانت کیښودل شي نو مشترکین به د بانک د انحلال له ویرې یوځلې بیا د بانک شعبو ته مخه کړی او خپلې پیسې به وباسي.

دغه ډله د کابل بانک مخې ته راټول شوي وو، ترځو خپلې پیسې له دې بانک ځخه وباسي
د افغانستان حکومت د کابل بانک مشترکینو ته ډاډ ورکړی دی، چې د دوی پیسې خوندي دي.

نړیوال فشارونه تیره میاشت زیات شول.

نړیوال وجهي صندوق د کابل بانک د لانجې له امله په تیر مني کې د افغانستان لپاره خپل پروګرام وڅنډاوه.

د نړیوال وجهي صندوق چارواکو تېره میاشت د افغانستان له حکومته وغوښتل، چې د کابل بانک لانجه ژر حل کړي.

دغه راز د امریکا د خزانې د وزیر مرستیال نیل اس وولین تیره میاشت په کابل کې جمهور رییس حامد کرزي، د مالیې وزیر او د افغانستان بانک له رییس سره وکتل.

ده افغان مشران وهڅول چې د کابل بانک د لانجې د اعتبار وړ او موثر حل لپاره قاطعانه او ژر اقدامات وکړي.
XS
SM
MD
LG