د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

سمر: افغان حکومت باید د م.م د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه لیک پلي کړي


سیما سمیر وايي، نړېواله ټولنه باید افغان حکومت متوجه کړي، چې د دې پرېکړه لیک پلي کول د دوی مسوولیت دی.
سیما سمیر وايي، نړېواله ټولنه باید افغان حکومت متوجه کړي، چې د دې پرېکړه لیک پلي کول د دوی مسوولیت دی.

یو شمېر مدني ټولنی او د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون له افغان حکومته غواړي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ۱۳۲۵ شمېرې د پرېکړه لیک په پلي کولو کې عملي ګامونه اوچت کړي.

د سولې په ټینګښت کې د ښځو ډېره ونډه، د دوی ملاتړ او امنیت، په دولتي پرېکړو کې د ښځو ګډون او د نارینه او ښځینه ترمنځ د جنسي تبعیض له منځه وړل هغه څه دي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ شمېرې په پرېکړه لیک کې ورباندې ټینګار شوی دی.

د مدني ټولنې او د بشري حقونو د کمیسیون یو شمېر غړو د افغانستان له خوا د دغه پرېکړه لیک د پلي کولو په برخه کې له ځینو ستونزو شکایت کوي.

دغه بنسټونه له نړیوالې ټولنې هم غواړي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ شمېرې د پرېکړه لیک په پلي کولو کې دې په افغان حکومت فشار راولي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره سیماسمر د دغه پرېکړه لیک په پلي کولو کې افغان حکومت ته خپل وړاندېزونه داسې وړاندې کړل.

"لومړی: افغان حکومت باید د ۱۳۲۵ شمېرې پرېکړه لیک پلې کول او د روغې جوړې نورو پروګرامونو کې لکه د ملي پخلاني او عادي ژوند ته د وسلوالو مخالفینو راګرځولو کې د ښځو ګډون جدي ونیسي.

دا افغان حکومت مسولیت دی او باید سرته یې ورسوي.

دویم: نړیواله تولنه او ملګري ملتونه باید افغان دولت متوجه کړي، چې دا ستاسو مسولیت او مکلفیت دی، چې دغه پرېکړه لیک پلي کړﺉ. داسې نه شي کېدی، چې تاسو د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو څخه، چې کوم مو خوښ شو پلي يې کړﺉ او چې خوښ مو نه شو پلي یې نه کړی."

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او د مدني ټولنو مسولینو یوځل بیا په حکومتي پرېکړو کې د یوشمېر ښځو ونډه سمبولیکه وبلله او ویې ویل، چې په افغانستان کې د سولې معاملې تل د نارینوو له خوا کیږي.

بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو استازې د ښځو له خقونو څخه د ملاتړ په برخه کې د نوي پرېکړه لیک په اړه خبرې وکړې.

انافیولر وايي، چې په نوي پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د ښځو په ونډې ټینګار شوی او له افغان حکومت څخه غوښتل شوي، چې په حکومتداری کې د ښځو ونډې او رول ته پاملرنه وکړي.

په عین حال کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، چې د ۱۳۲۵ شمېرې پرېکړه لیک ډېرې برخې پلي شوی دي.

د ښځو چارو وزارت مرستیاله پلوشه کاکړ وايي:

"موږ هرکال د هیواد د نارینه وو د روزنې په اړه د دیني عالمانو په مرسته کمپاینونه کوو.

موږ د هیواد د ملا امامانو په مرسته خلکو ته پوهاوی ورکړي، دا ټول فعالیتونه د ښځو چارو وزارت له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پریکړه لیک د عملي کولولپاره دي."

د ښځو چارو وزارت همداراز وايي، چې ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې د ۱۳۲۵ شمېرې د پرېکړه لیک پلي کول د مدني ټولنې او بشري حقونو د خپلواک کمیسیون دنده هم شمېرل کیږي.

بل خوا مدني ټولنه او د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، چې په ټولنه کې حاکم دودونه نباید د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې په مخ کې ستونزې وزېږوي.

داسې انتقادونه هم کیږي، چې ښځې له خپلو حقه حقونو څخه خبرې نه دي، نو ځکه نشي کولی، چې له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي.

راپور: خبریاله ماریا صدیقي
XS
SM
MD
LG