د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

ایساف پر وسلوالو مخالفینو پسرلني یرغل ته چمتوالی نیسي


جنرال بلاټز وايي، موږ هڅه کوو چې شرایطو ته داسې بدلون ورکړو، چې کله مخالفین حمله وکړي
جنرال بلاټز وايي، موږ هڅه کوو چې شرایطو ته داسې بدلون ورکړو، چې کله مخالفین حمله وکړي
په روان پسرلي کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د وسلوالو مخالفینو حملو د زیاتیدو په اړه د اندیښنو په ډېریدو سره، د ناټو ځواکونو چارواکي وايي، دوی به پرمخالفینو خپلې یرغلیزې ستراتیژۍ ته دوام ورکړي.

د دغو ځواکونو چارواکي هم موسم ته په کتو سره د وسلوالو مخالفینو له خوا په حملو کې د زیاتوالي اټکل کوي.

خو د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټز په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د وسلوالو مخالفینو د احتمالي حملو د مخنیوي لپاره دوی پسرلني یرغل ته چمتوالی نیسيي:

په انتظار

"موږ د یوه پسرلني یرغل په انتظار یو، دغه یرغل ښايي د اپریل یا د مې په میاشت کې چې د تریاکو د حاصلاتو د راټولو وخت به وي، ترسره شي.

موږ هڅه کوو چې شرایطو ته داسې بدلون ورکړو، چې کله مخالفین حمله وکړي، د تیر کال په پرتله له لا سختو شرایطو سره مخ شي. هڅه کوو داسې چمتوالی ولرو، چې د دې فرصت ولرو، چې ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي."

جوزف بلاټز همداراز وویل، چې ناټو ځواکونه د هلمند او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې هم له افغان ځواکونو سره د ګډو عملیاتو د ترسره کولو پلان لري.

نوموړي د دغو عملیاتو په اړه ډیر جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل، په دې سره به هڅه وشي چې د افغانستان په جنوب او له جنوب نه بهر د وسلو او مخدره موادو د قاچاق او د وسلوالو مخالفینو د تګ او راتګ مخنیوی وشي.

په هلمند ولایت کې مو د موبایل شبکو پر خدمتونو بندیز د خپلو کسانو د امنیت لپاره لګولی دی.

طالبان
بلاټز په هلمند ولایت کې د موبایل شبکو په خدمتونو بندیز ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، دا ښيي چې وسلوالو مخالفینو په هلمند او کندهار ولایتونو کې له افغان او نړیوالو ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی.

وسلوالو طالبانو ویلي دي، چې په هلمند ولایت کې یې د موبایل شبکو پر خدمتونو بندیز د خپلو کسانو د امنیت لپاره لګولی دی او تر بلې پریکړې به دغه بندیز په خپل ځای پاتې وي.

په افغانستان کې هر کال د پسرلي په موسم کې د وسلوالو مخالفینو له خوا د بریدونو لړۍ تیزېږي، چې ورسره یې پر ضد د افغان او نړیوالو ځواکونو عملیات هم شدت اخلي.

خو د جګړو په دغه شدت کې بیا هم ډیر ځلې عام افغانان د سر او مال له زیان سره مخ شوي. د ملګرو ملتونو او د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون د ګډ راپور له مخې تیر میلادي کال په افغانستان کې له ۲۷۰۰ نه ډير ملکي خلک په جګړو کې وژل شوي دي.

راپور: احمد زبیر ژمن – کابل
XS
SM
MD
LG