د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

ولسې جرګې د مالیې وزارت له خوا وړاندیزشوې بودجه رد کړه


ولسي جرګه وايي، دا بودجه د بیلابیلو دولتي ادارو له اړتیاوو سره سمه نه ده برابره شوې
ولسي جرګه وايي، دا بودجه د بیلابیلو دولتي ادارو له اړتیاوو سره سمه نه ده برابره شوې

ولسې جرګې ترډیرو بحثونو وروسته د حکومت لخوا ملي شورا ته د ۱۳۹۰ لمریزکال وړاندیزشوې بودجه ردکړه، د دې جرګې غړو د دوشنبې په ورځ وویل چې په دې بودجه کې له هره پلوه ډیرې نیمګړتیاوۍ شته

د ولسې جرګې غړو د رایو په غوڅ اکثریت د مالیې وزارت له خوا دې جرګې ته د روان کال وړاندیز شوې ملي بودجه د ډیرو نیمګړتیاوو له امله رد کړه.

د دې جرګې غړي وایي، چې د ۱۳۹۰ لمریزکال په عادي اوبراختیایي بودجو کې ډیرې ستونزې شته او دا بودجه د بیلابیلو دولتي ادارو له اړتیاوو سره سمه نه ده برابره شوې.

د ولسې جرګې د مالي اوبودجې د کمیسیون رییس امیرخان یار د دوشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غوڼده کې د روان کال د بودجې د رد ځینې مهم دلایل داسې په ګوته کړل:

"د ۱۳۹۰ لمریز کال ډېرې ستونزې لري او د خلکو پوښتنې نه شي ځوابولی او هغه نه شي حل کولای او په ۱۳۹۰ لمریز کال بودیجه کې ولایتي، سکتوري او پراختیايي پرمختګونه په پام کې نه دي نیول شوي."

پراختیايي بودجه

ولسې جرګې ته د مالیې د وزارت له خوا پر وړاندیز شوې ملي بودجې د دې جرګې ډېر شمېر وکیلانو انتقادونه درلول، دوی ویل، چې هم عادي او هم پراختیایي بودجه باید له هره پلوه اصلاح او بیا دې جرګې ته د تصویب لپاره واستول شي.

په ولسې جرګې کې د غزني ولایت استازې هما سلطاني سربیره پردې مواردو د ښځوپه اړه هم د روان کال په بودجه کې ډیرې ستونزې په ګوته کړې.

دې څرګنده کړه، چې د مالیې وزارت له خوا ملي شورا ته په وړاندېزشوې بودجه کې ښخې هیرې شوي په داسې حال کې چې د دې په خبره د ښځود ژوند د ښه کولو لپاره باید ځانګړې بودجه په پام کې نیول شوې وې:
د روان کال په بودجه ښځو ته هیڅ ډول بودجه په پام کې نه ده نیول شوې په ځانګړي توګه د کرنې، روغتیا او داسې نورو برخوکې.

سلطاني

"د عامې روغتیا، کرنې، د ښځو چارو او د شهدا او معلولینو وزارتونه د ښځو لپاره ډېر کمزوري پروګرامونه لري، تاسو پوهیږئ، چې په افغانستان کې ښځې ډیرې زیانمنې شوي او اوس هم ډیرې ستونزې لري.

له بده مرغه د روان کال په بودجه ښځوته هیڅ ډول بودجه په پام کې نه ده نیول شوې په ځانګړي توګه د کرنې، روغتیا او داسې نورو برخوکې."

مونږ ډیره هڅه وکړه، چې د ولسې جرګې له خوا د روان کال د ملي بودجې د ردیدوپه اړه د مالیې وزارت غبرګون هم واخلو خو بریالي نه شوو.

د مالیې وزارت له خوا د روان کال بودجه د حوت یا کب په میاشت کې ملي شورا ته استول شوې وه، دا بودجه د مشرانو جرګې له خوا تر تصویب وروسته ولسې جرګې ته ولیږل شوه او دې جرګې له څه مودې راهیسې پرې پراخ بحثونه وکړل.

ملي شورا ته د مالیې د وزارت له خوا د۱۳۹۰ لمریزکال وړاندیز شوې ملي بودجه څه باندې دوه سوه پنځلس ملیارده افغانۍ ښودل شوې چې یوسلو پنځوس میلیارده یې عادي او څه باندې پنځه شپیته ملیارده یې پراختیایی بودجه ده.
XS
SM
MD
LG