د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

په کانکور کې بې نتیجې پاتې شوي ځوانانو د خپل راتلوکي په اړه اندېښمن دي


د راپورونو له مخې د ۱۳۸۹ کال د کانکور ازموینه کې نږدې ۶۰ زره ځوانان بې نتیجې پاتې شوي دي.
د راپورونو له مخې د ۱۳۸۹ کال د کانکور ازموینه کې نږدې ۶۰ زره ځوانان بې نتیجې پاتې شوي دي.
د کانکور د اموزینی د وروستیو پایلو له اعلان وروسته داسې ښکاري، چې سږ کال بیا هم د دې ازموینې زیات شمیر ګډون کوونکي بې نتیجې پاتې شوي دي.

د کانکور په ازموینه کې پاتې شوي، کسان د لوړو زده کړو وزارت پړ ګڼې، چې د لوړو نمرو له ترلاسه کولو سره سره بیا هم بې نتیجې پاتې شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د هیواد له بیلا بیلو ولایتونو څخه د کانکور د ازموینې زیات شمیر بې نتیجې کسان د لوړو زده کړو وزارت مخې ته را ټول شوی وو او غوښتل یې چې د خپلې بې نتیجې په اړه د ځان لپاره یوه چاره وکړي.

د ۱۳۸۹لمریز کال د کانکور ګډون کوونکو چې بې نتیجې پاتې شوي داسې وویل:

"۱- زما نوم امین جان دی، د بغلان ولایت اوسېدونکی یم، لومړی چانس مې و، درس مې نه و، ویلی نو ځکه بې نتیجې پاتې شوم. هلته مسلکي استادان نه لرو.

په راتلونکي کې غواړم، چې پوره کورسونه ونیسم، چې کانکور ته پوره تیار وواوسم.

۲- زما نوم عبدالواسع تیمور دی، د وردګو یم، دولت باید په دې پوه شي، چې د یو ملک دولت په زړونو کې تشکیلیږي نه د ځمکې په سر، دوی د افغانانو ستونزې نه حلوي، نو د دوی دولت به له سقوط سره مخامخ شي.

دغه شاګردان چې اوس بې نتیجې پاتې شوي دي، د دوی سرنوشت به څنګه شي. زما نمرې ۳۰۰ دي او زه ولې بې نتیجې پاتې شوی یم."

اندېښنې

که څه هم د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هرکال هڅه کوي، چې د دولسم ټولګیو زیات شمېر فارغین عالي او نیمه عالي تحصلي موسسو ته جذب کړي، خو بیا هم هر کال زیات شمېر کسان په کانکور کې بې نتیجې پاتې کیږي، چې د ښوونځیو د فارغینو او زده کوونکو اندیښنې یې را پارولي او ستونزې یې یو پر دوه کړي.

کابل پوهنتون چې د افغانستان په کچه تر ټولو لوی پوهنتون دی، د دې پوهنتون ريیس پوهاند حمید الله امین ازادي راډیو ته د دوشنبې په ورځ وویل، چې د سږ کال د کانکور د زیات شمېر د ګډون کوونکو د بې نتیجې کیدلو، یو اساسي علت په دولتي پوهتونونو کې د جذب د ظرفیتونو کموالی دی.

د کابل پوهنتون ريیس پوهاند حمید الله امین
نوموړی وایي، اوس مهال ۱۵ زره محصلین د کابل پوهنتون په بیلا بیلو پوهنځیو کې په زده کړه بوخت دي، چې زیات شمېر یې نجونې دي او د دوی لپاره هم کافي امکانات نه لري.

"کیسه همداسې ده، موږ نه شو کولای زرګونه تنه ټولګیو ته داخل کړو، په هغه ځای کې چې صنف نه وي استاد نه وي، لابراتوار، کتابتون او د څیړنې مرکز نه وي، عملي او نظري کار ونشي کړای، موږ څه شی جذب کړو، چیرې یې جذب کړو، جذب په دې مانا نه دی چې موږ دوی یواځې د پوهنتون انګړ ته را داخل کړو، له یوې دروازې راشي او له بلې لاړ شي.

هر کس چې موږ جذب وو باید لس زره ډالر ورته ځانګړې کړو، ځکه د هر کس لپاره لس زره ډالره ضرورت دي او دا امکاناتو ته اړتیا لري."

ښږکال د کانکور په ازموینه کې نږدی سل زره کسانو ګډون کړی وو، له ډلې څخه یې نږدې څلویښت زره د افغانستان عالي او نیمه موسسو ته جذب کړي دي.

داوطلبان

دا لومړی ځل نه دی، چې د کانکور ګډونکوونکی د کانکور په پروسه انتقاد کوي بلکې لدې مخکې هم زیات شمیر د کانکور داوطلبان بې نتیجې پاتې شوي.

خو د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت دهرکال په تیریدو سره غواړي د افغانستان دولتي پوهنتونو ته د دولسم ټولګیو د فارغینو د جذب شمیر زیات کړي.

دوی وایي، چې په دې اړه یې اقدامات کړي او ان د خصوصي پوهنتونو ته د جواز په ورکولو سر بیره یې په یوشمیرولایتونو کې دولتي پوهنتونونه جوړ کړي دي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG