د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

ولسمشر کرزی دې د سولې او ثبات د ټینګښت په اړه د ګاونډیو په ژمنو دوکه نشي


د کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډیره په افغانستان کې د ایران د لاس وهنو او د هیواد په شمال کې له دولت سره د وسله والو د یو ځای کیدو د بهیر په اړه ځینې مسایل مطرح کړي چې حمید مهمند ورته لنډه کتنه کړې

ارادې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو په لاس کې د ایراني وسلو د موجودیت په اړه بحث کړی او دا یې د نا څرګندو معاملو او نا موزونو لوبو برخه بللې.

ورځپاڼې وړاندې د ملي امنیت د ریاست وروستیو معلوماتو ته په اشارې لیکلي، چې د یو شمیر نیول شویو وسلو سریال نمبرونو ته په کتو ګمان کیږي، چې دا وسلې له ایران څخه راوړل شوي.

ورځپاڼه لیکي، چې د ملي امنیت چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې افغان ولسمشر په تهران کې وو او هلته یې د نوروز جشن په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ له ایراني چارواکو سره د افغانستان په حالاتو خبرې کولې.

ارادې وړاندې د ملي امنیت د ویاند په حواله لیکلي، چې د نیول شویو وسلو په اړه یې څیړنې روانې دي او ډیر ژر به دقیق معلومات وړاندې شي.

هیواد دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د امن او ثبات په ټینګښت کې د ګاونډیو هیوادونو په رول بحث کړی او هغه یی خورا مهم بللی دی.

ورځپاڼه لیکي، چې ولسمشر کرزي هم دغه اهمیت ته په پام سره په تهران کې له ټولو ګاونډیانو وغوښتل، چې له دوی سره د امنیتي مسوولیتونو د انتقال بهیر په بریالي کولو کې همکاري وکړي.

خو خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان په وړاندې د ګاونډیانو سیاستونو ته په اشارې افغان دولت ته دا سپارښتنه کړې، چې د سولې او ثبات د ټینګښت په اړه د دوی په ژمنو دوکه نشي او په دې اړه باید خپله محاسبه ولري.

ورځپاڼې د هیواد روان حالت د ډاکټر نجیب اله د حکومت له کلونو سره پرتله کړې، چې له یوې خوا د شوروي ځواکونو د وتلو خبره کیدله او له بل لوري د ملي پخلاینې بهیر پیل شوی و.

ورځپاڼه لیکي، چې هغه وخت هم ایران او پاکستان ډاکټر نجیب اله ته د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی و، خو دا هسې پلمې وې او اوسني حکومت ته په کار ده، چې له دې تجربې پوره ګټه واخلي.

د هیواد په شمال کې له دولت سره د وسله والو د یو ځای کیدو په اړه روان بحثونه بله مهمه مساله ده، چې د کابل چاپ ورځپاڼو پرې بیلابیل نظرونه راخستي دي.

خدمتګار په یو مطلب کې د ولسمشر کرزي د سلاکار جمعه خان همدرد په حواله لیکلي، چې په شمال کې حکومت ته تسلیمیدونکې وسله وال جعلي طالبان دي.

ورځپاڼه د ښاغلي همدرد په حواله لیکلي، چې دا تسلیمدونکي کسان په اصل کې د هغو ملیشو یوه برخه ده، چې د ځینو کړیو له خوا د ولسي جرګې د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره درول شوي وو.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د غیر مسووله وسله والو ډلو شتون خطرناکه بللې.

ورځپاڼې د ولسي جرګې د انتخاباتو په بهیر کې د درغلیو او فساد مواردو ته په اشارې په دې بهیر کې د دې ډلو رول خورا خطرناکه بللې او لیکلي، چې د دوی له خوا رامنځ ته شوې ستونزې لا هم روانې دي.

ورځپاڼې په ورته وخت کې د داسې غیر مسووله ملیشو د رامنځ ته کولو لپاره د بهرنیو کړیو په سیاست کلک انتقاد کړی او له ولسمشر نه یې غوښتي، چې د امنیتي کمپنیو په څیر د دو په وړاندې هم جدي اقدام وکړي.
XS
SM
MD
LG