د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۷

د فوکوشیما په سمندر کې د راډیو اکټیف د وړانګو اندازه سل هاوو برابره زیاته شوې


د جاپان د شمال په سواحلو کې د فوکوشیما د تاسیساتو وضعیت ورځ په ورځ مخ په خرابیدو دی.
د جاپان د شمال په سواحلو کې د فوکوشیما د تاسیساتو وضعیت ورځ په ورځ مخ په خرابیدو دی.
رپوټونه وايي، چې د چاپان د فوکوشیما د اتمي تاسیساتو په شاوخوا سیمه کې د راډيو اکټيف وړانګو د خوریدو اندازه مخ په زیاتیدو ده.

په دې تاسیساتو د یوې تخریب شوي برخې د ابو معاینه څرګندوي، چې هلته د راډيو اکټیف وړانګو اندازه تر عادي حالت لس ملیونه برابره زیاته ده. تردې وروسته زیات شمیر نور کارګر هم له سیمې وایستل شول.

فوکوشیما ته نږدې د بحر په ابو کې هم د راډیو اکټیف وړانګو اندازه تر نورمال حالت سل هاوو برابره ښودل شوې ده .

د اتمي انرژۍ نړیواله اداره خبر داری ورکوي، چې د فوکو شیما د تاسیساتو خطر نه دی برطرفه شوی او د وضعیت د مهار کولو لپاره هڅې ښايي له اونیو تر میاشتو پورې وخت ونیسي.

تاسیسات

د جاپان د شمال په سواحلو کې د فوکوشیما د تاسیساتو وضعیت ورځ په ورځ مخ په خرابیدو دی.

د یک شنبې په ورځ د جاپان د صنعتي او هستوي مصونیت د ادارې یوه مسول هایدهیکو نیشیاما په دې ارتباط خبري کنفرانس ته د څرګندونو پر مهال وویل، چې وضعیت چندان د امیدوارۍ وړ نه وې:

"کله چې د راډيو اکټيف موادو اندازاه ۱۲۵۰ برابره وه ما ورته خبره کړې وه او بیا هم وایم چې د ابو د ککړتیا د اندازې زیاتیدل ښه خبر نه دی.


خو د اوسنۍ اندازې او د پخواني وضعیت له مقایسې زیاته توپير نه لیدل کیږي."

د چاپان د عامي روغتیا مسولینو ویلي، چې د فوکو شیما د تاسیساتو شا وخوا په بحر کې شرایط د کب نیولو لپاره برابر نه دي.


د فوکوشیما په اټمي تاسیساتو کې د راډیو اکټيف وړانګو د شدت را کمول به لږترلږه څواونۍ وخت ونیسي.
چارواکي وايي، چې نورو سیمو ته له دې ځايه د خوراکي موادو پر لیږدولو بندیز د خلکو روغتیا ته تهدید کم کړی دی.

د اټمي انرژۍ د څارنې نړیوالې ادارې ریس یوکیا امانو وایي، چې په فوکو شیما کې پيښه د هر معیار پر اساس ډېره جدي ده، چې تراوسه یې خطر له منځه ندی تللی.

متخصصین وايي، د فوکوشیما په اټمي تاسیساتو کې د راډیو اکټيف وړانګو د شدت را کمول به لږترلږه څواونۍ وخت ونیسي.

رپوټونه وايي، چې د اتمی وړانګو د اندازې تر را کمیدو وروسته به په سیمه کې پاک کاري پيل شي او ښايي ترهغه وروسته د دې تاسیساتو زیاتې برخې د سمنټو په وسیله بندې شي.
XS
SM
MD
LG