د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

افغان چارواکي: د کابل بانک د برخلیک معلومو لپاره یو کمیسیون ټاکل شوی


Afghanistan -- Customers wait to withdraw money from the Kabul Bank in Kabul, 02Sep2010
Afghanistan -- Customers wait to withdraw money from the Kabul Bank in Kabul, 02Sep2010
افغان چارواکي وايي د کابل بانک د سرنوشت د ټاکلو په اړه يې یو خپلواک کمیسون ته دنده سپارلې ده.

کابل بانک تیر کال د نا سم مدیریت او د ورکړو شوو پورونو له امله چې یو لړ پوښتنې يې راپورته کړې د مینځه تلوله خطر سره مخامخ شو.

کابل بانک دا مهال د مرکزي بانک له خوا چې د هغې د ژغرولو لپاره يې سل ګونه میلیونه ډالره ورکړه، کنترولیږي.

تېره میاشت د پیسو نړیوال وجهي صندوق یا (ای. اېم. اېف) وویل، چې باید سهم لرونکو او مشترکینو ته فرصت ورکړ شي او بیا د هغو هڅو په تر څ کې چې د افغانستان د کمزوري اقتصادی سیستم د ثبات لپاره کیږي دا بانک وپلورل شي.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس په وینا د امریکا د خزانې وزارت هم د پیسو د نړیوال صندوق له دې پریکړې سره موافقه کړې ده خو د افغانستان مرکزي بانک په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

د افغانستان د مالي وزارت مرستیال مصطفې مستور د یکشنبې په ورځ اسوشیېټډ پرېس اژانس ته وویل، دا ډول پریکړې د مالي لانجو د حل لپاره د ټاکل شوي کمیسون کار دی.

کابل بانک د افغان دولت د مامورینو او سرتیرو د تنخواګانو د ورکولو له لارې د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول لوبوي.

د ا سوشیېټډ پرېس خبري اژانس په وینا شیرخان فرنود چې د کابل بانک پخوانې رییس وو په دغه بانک کې په سلو کې اته ویشت سهم لري.

د ولسمشر کرزي کشر ورور محمود کرزی بیا په سلو کې اوه او د جمهور رېیس د یوه مرستیال یو ورو په کابل بانک کې د زیات سهم لرونکو له ډلې څخه دي.

محمود کرزي اسوشیېټډ پرېس اژانس ته ویلي، هغه هیڅکله هم د مالي لانجې د حل د ځانګړي کمیسون نوم نه دی اوریدلی.

نوموړي په یوه تیلفوني تماس کې اسوشیېټډ پرېس ته ویلي، سهم لرونکو د کابل بانک په ورځینو چارو کې کوم رول نه درلود او اوس باید هغوی د بانک د برخه لیک په اړه له شوې پریکړې خبر کړاي شي.

محمود کرزي ویلي، هغه د بانکي چارو کارپوه نه دی او په دې اړه چې ایا کابل بانک منحل شي که څنګه؟ کوم نظر نه لري خو ویلي دي، چې حکومت په دې برخه کې له نړیوالو بانکي چارواکو څخه سلا مشوره اخلي.

نوموړي وړاندې ویلي، هغه هم د دې پلوي دی چې د ستونزې اصلي جرړي وموندل شي او لا درکه پیسې او هغه بانکي حساب پیدا کړای شي چې پیسې ورته استول شوي دي.

دا په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې پر افغان حکومت فشار راوستی چې د کابل بانک ستونزه حل کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون په روانه میاشت کې په خپل وروستي راپور کې وویل، چې د کابل ستونزې د افغانستان پر مالي سیستم نړیوال باور کم کړی او دا کار د افغانستان لپاره د پیسو د د نړېوال صندوق د نویو پروګرامونو مخه نیسي.

ښاغلي مون وویل، د نړیوال وجهي صندوق له همکارۍ پرته به نړیوالې ټولنې ته دا ګرانه وي، چې له افغانستان سره په خپلو ژمنو عمل وکړي او خپلې مرستې د افغان دولت بودیجې ته ورکړي.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس په وینا، برتانیې لا دمخه د پیسو د نړیوال وجهي صندوق د همکارۍ د نشتوالي له امله له افغانستان سره خپله د ۱۳۸میلیونو ډالرو مرسته ځنډولې ده.
XS
SM
MD
LG