د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

لودین: هڅه کوو په ایران کې په زنداني افغانانو د اعدام په حکم له سره کتنه وشي


د راپور له مخې په ایران کې له پنځو رزو بندانو ځخه ۲۸۰ تنه یې په اعدام محکوم شوي دي
د راپور له مخې په ایران کې له پنځو رزو بندانو ځخه ۲۸۰ تنه یې په اعدام محکوم شوي دي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین د مشرانو جرګې ته وویل، په ایران کې شاوخوا دوه سوو اتیا افغان زندانیان په اعدام محکوم شوي دي، چې اکثره یې د قاچاق په جرم نیول شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ایراني چارواکو څخه یې په دغه هیواد کې د افغان زندانیانو لست ترلاسه کړی، هغه څه چې له ډیرې مودې راهیسې یې افغان چارواکو د ترلاسه کولو غوښتنه کوله.

د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین د افغانستان مشرانو جرګې ته وویل، د دغه لست له مخې چې دوی په دې ورستیو کې ترلاسه کړی، شاوخوا پنځه زره افغانان د ایران په زندانونو کې بندیان دي چې شاوخوا ۲۸۰ یې په اعدام محکوم شوي دي:

"د هغو ارقامو له مخې چې موږ په دې وروستیو کې ترلاسه کړي دي، موږ په یران کې شاوخوا پنځه زره زندانیان لرو. له دوی څخه یې اتیا فیصده چې شمیر یې څلور زره کیږي، د قاچاق په جرم نیول شوي دي.

وروسته له هغې چې موږ یو لړ هلې ځلې وکړې، بالاخره د ایران چارواکي چمتو شول، چې د دوی لست موږ ته راوسپاري او نن دغه لست له موږ سره شته دی. په دوی کې په شاوخوا دوه سوو اتیا کسانو د اعدام حکم صادر شوی دی."

ښاغلي لودین وویل، افغان حکومت هڅه کوي، چې ایراني چارواکي په افغان زندانیانو د اعدام په حکم له سره کتنې ته وهڅوي.

پخوا تردې د هغو افغان کډوالو د شمیر په اړه بیلابیل راپورونه ورکړل شوي وو، چې په ایران کې په اعدام محکوم شوي دي. د راپورونو له مخې په وروستیو څو میاشتو کې په ایران کې په لسګونو افغان زندانیان په دار ځړول شوي هم دي، چې وروسته یې مړي افغانستان ته انتقال شوي.

خو د دې په غبرګون کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې یو شمېر خلکو مظاهرې وکړې او د ایراني چارواکو دغه اقدام یې وغانده.

که څه هم ښاغلي لودین وویل، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره خپلې هلې ځلې کړي دي، خو د مشرانو جرګې یو شمیر غړیو بیا دغه هلې ځلې کافي ونه بللې.

د مشرانو جرګې یوه غړي حافظ عبدالقیوم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ښاغلي معین چې کوم توصیحات مشرانو جرګې ته ورکړل، د مشرانو جرګې د غړو لپاره د قناعت وړ نه وو، دا ځکه چې له دوی سره په ایران کې د افغان کډوالو او افغان زندانیانو لپاره، مشخص پلان نه و، هغه پخوانۍ خبرې وې چې تکراریږي."

افغان چارواکي وايي، ایران ته یې په خپلو سفرونو کې د دې هیواد له چارواکو سره د افغان کډوالو ستونزې په بیا بیا یادې کړي دي او د هغو د حل غوښتنه یې کړې ده.

تمه کیږي چې جمهور رییس حامد کرزی به هم ایران ته په خپل وروستي سفر کې له ایراني چارواکو سره په دې موضوع خبرې وکړې.

نوموړی د شنبې په ورځ د نوروز په جشن کې د برخې اخیستلو په هدف تهران ته په سفر ولاړ.
XS
SM
MD
LG