د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

کابل: په هېواد کې د تلپاتې سولې راوستلو پر لارو چارو بحث وشو


ښاغلی میاخیل وايي، په هېواد کې د ناارامیو او بې ثباتۍ د دوام عوامل، په خپله افغان دولت، نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هیوادونو پورې اړه لري
ښاغلی میاخیل وايي، په هېواد کې د ناارامیو او بې ثباتۍ د دوام عوامل، په خپله افغان دولت، نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هیوادونو پورې اړه لري

په افغانستان کې یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې کمزورې حکومتوالي، د بهرنیو ځواکونو خپلسري عملیات او د ګاونډیانو لاسوهنې په دغه هیواد کې د روانو ناامنیو اساسي عوامل دي.

په دې اړه چې په افغانستان کې څرنګه تلپاتې سوله او ثبات راتلای شي، د بحثونو په لړ کې د یکشنبې په ورځ هم په یوه کنفرانس کې یو شمېر کارپوهانو بیلابل نظرونه ورکړل.

دغه یو ورځني کنفرانس د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې د پارلمان د پیاوړتیا د پروژې له خوا جوړ شوی و.

د کنفرانس یوه ګډونوال او د امریکا د متحده ایالاتو د سولې د انستیتوت مشر شاه محمود میاخیل په افغانستان کې د ناارامیو او بې ثباتۍ د دوام عوامل، په خپله افغان دولت، نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هیوادونو کې وبلل او ویې ویل:

"په افغانستان کې د جنګ عوامل درې څیزونه دي. لومړی، خلک له حکومته ناراضه دي. دویم په هېواد کې د نړېوالو قواوو شتونو او خپسلري عملیات او دریمه یې، په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو مداخله ده، چې موږ پر دغو دریو برخو بحث وکړ، نو د دې لپاره چې سوله رامنځ ته شي باید په دغو دریو برخه کو بهبودي راشي."

کنفرانس ته د استونیا د پارلمان یوه غړي ډاکتر مارټ نټ هم وینا وکړه. هغه د سولې او ثبات د راوستلو په برخه کې د استونیا تجربې بیان کړې.

ښاغلي نټ په استونیا کې د کمونیستي رژیم له راپرځیدو وروسته په دغه هیواد کې د ثبات راوستلو او بیا له هغې وروسته په ناټو او اروپايي ټولنې کې د استونیا تر ورګډیډو پورې پرمختګونو کې د دې هېواد د مدني ټولنو رول مهم وباله.

نوموموړي وویل، مدني ټولنې د خلکو په پوهاوي کې ځانګړی رول لوبولی شي:
"په دغو ټولو پروسو کې تر ټولو مهم رول د مدني ټولنې و. دا مهمه ده، چې خلک وپوهیږي، پارلمان او حکومت او ټول هیواد څه کوي."

یو شمېر افغان کارپوهان هم په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې د مدنو ټولنو او سازمانونو رول مهم بولي.

خوځینې بیا په دې باور دي، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره دې د نورو هلو ځلو ترڅنګ له وسلوالو مخالفینو سره جدي خبرو اترو ته اړیتا ده. هغه څه چې افغان دولت وايي، د ترسره کولو لپاره یې هلې ځلې ګړندۍ کړي دي.
XS
SM
MD
LG