د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

مشعل: پاکستاني وسله وال د افغانستان پولو ته لانږدې شوي دي


د ښاغلي مشعل په وینا دغه وسله وال د نړېوالو ځواکونو د بمبارۍ له امله له وزیرستان ځخه کرمې اجنسۍ ته تللي
د ښاغلي مشعل په وینا دغه وسله وال د نړېوالو ځواکونو د بمبارۍ له امله له وزیرستان ځخه کرمې اجنسۍ ته تللي
د ملي امنیت چارواکې وایي، چې د پاکستان په خاوره کې د امریکایي الوتکو د بمباریو له امله وسلوالو خپل ځای او هدف ته بدلون ورکړی او د افغانستان پولو ته نورهم نژدې شوي دي.

د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل د یکشنبې په ورځ په یوې خبرې غونډه کې وویل، چې دغه وسلوالو زیاتره د افغانستان ختیځ ولایتونو په ځانګړې ډول په ننګرهار ولایت کې خپلې حملې زیاتې کړي.

ښاغلی مشعل زیاتوي څلور داسې ډلې هم نیولي چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په ناامنیو او یو لړ امنیتي پیښو کې لاس لري.

"د حقاني ډله د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د بمباریو له امله د وزیرستان څخه کرم ایجنسۍ ته خپل ځای بدل کړی دی. کرم ایجنسۍ داسې یوه سیمه ده، چې د ننګرهار د سپین غره سره نژدې سرحد لري.

حقانې ډلې

د تورې بورې د درې څخه په تیریدو سره د جلال اباد ښار ته ننوځي. د همدې لپاره جلال اباد د حقاني ډلې تر هدف او حملو لاندې راغلی دی."

ده د هغې اوه کسیزه ډلې تصویرونه رسنیو ته وښودل، چې په کابل ښار کې یې په مزدحمو ځایونو کې د نوې کال د مراسمو د ګډوډولو لپاره یې د انتحار پلان درلود.

په دغه کې د یوې کورنۍ څخه څلور ورونه شامل دي، چې د ښاغلي مشعل په وینا په پاکستان کې د حقاني ډلې پورې تړاو لري.

ښاغلی مشعل وایي، چې که څه هم تروریستي ډلی په پاکستان کې میشتې دي او څو څو وارې یې د نړیوالې ټولنی غوښتي څو د تروریزم په وړاندې د افغانستان د پولو بهر جګړه وکړې خو د دوی غوښتنو ته هیڅ ځواب نه ویل کیږي.
په تېرو وختونو کې دانتحار واسکټونه په پاکستان کې جوړېدل او اوس هلته روزنه ورکول کیږي څو د انتحار واسکټونه په افغانستان کې دننه جوړ کړي.

مشعل

ښاغلی مشعل له میدان وردک ولایت څخه په یوې لویې لارې بار چاودیدونکو توکو د نیولو خبر هم ورکړ.
د ده په وینا په نیول شویو موادو کې لس د انتحار واسکټونه، ۷۵۰ کیلوګرامه نوې انفجاري توکي، د انتحار د واسکټونو لارښود کتاب او نور چاودیدونکې توکې شامل هم شامل دي.

"دا درته دقیق وایم چې په افغانستان کې د تروریستي او انتحاري پېښو څخه ۹۱ په سلو کې مخنیوی کیږي. د دې پیښو مخنیوی د ټولو امنیتي چارواکو له خوا کیږي.

په دې کې پولیس او ملي اردو هم شامل دي خو اطلاع د ملي امنیت نه راځي. ټولو امنیتي ادارو ته موږ خبر ورکوو. په دغه ۹۱ سلنه پیښو کې یا یې مخه نیول کیږي او یا هم خنثی کیږي او کسان یې نیول کیږي."

ښاغلی مشعل زیاتوي چې په تیر وختونو کې په افغانستان کې د انتحار واسکټونه له پاکستان څخه راتلل خو اوس دوی ته د واسکټونو د جوړولو په اړه هلته روزنه ورکول کیږي څو د انتحار واسکټونه په افغانستان کې دننه جوړ کړي.

ده روان کال د افغانستان لپاره خورا مهم وګاڼه او ویې ویل، چې دا کال د افغانستان لپاره د سولې د راوستو او د امنیتي چارو د مسولیتونو د اخیستو له پلوه خورا مهم دی.

رپورټ: مخفي عزیزي
XS
SM
MD
LG