د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

آیا په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت په رښتیا هم ګټل کېدای


واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان د جګړې د پرمختیاوو او د دریو ملکي افغانانو د وژنې د تصاویرو د خپرېدو پر موضوعاتو دوه بېل مطالب خپاره کړي دي.

ورځپاڼه د لومړي مطلب په پیل کې پوښتنه کوي، چې په افغانستان کې وضعیت په رښتیا سره په څه ډول روان دی؟ او بیا لیکي:

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ټاپ قوماندان جنرال دېوېډ پټرویس د امریکا کانګرس ته په وروستیو څرګندونو کې راپور ورکړ، چې له طالبانو سره په جګړه کې د پام وړ پرمختګ شوی که څه هم ده دا ومنله، چې دا پرمختګ ماتېدونکی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، د رسنیو له راپورونو او د ځینو موسسو او افرادو له څرګندونو داسې ښکاري، چې وضعیت به په راروانو میاشتو کې نورهم خراب شي.

واشنګټن ټایمز له دې یادونې وروسته پوښتنه کوي، چې آیا په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت په رښتیا هم ګټل کېدای شي او ایا امریکا باید لاهم په دې هدف پورې نښتې وې؟

ورځپاڼه په ځواب کې لیکي، په افغانستان کې د روانو هڅو پلویان او منتقدان دواړه په رښتیا هم یولړ پرځای خبرې لري.

د مطلب لیکوال، سټيفان بېډل او مایکل اوهانلون زیاتوي، افغانستان ته د سفر په ترڅ کې موږ ولیدل چې هلته بریاوې امېدواروونکې دي، خو په عین حال کې د افغانستان او پاکستان له حکومتونو سره ګډ کار کول ستونزمنه چاره ده او له بلې خوا وسله وال چې څومره وځپل شي، له بل ځایه سرراپورته کوي، نو په همدې دلیل واشنګټن ټایمز لیکي، ډېره ګرانه ده چې ټاکل شوي اهداف په خپل وخت عملي شي.

ورځپاڼه په یوه بل مطلب کې، په کندهار کې د دریو ملکي وګړو په وژنه د تورن امریکايي سرتېري جریمي مورلاک او د هغه د ملګرو د ډلې د بېرحمیو د تصاویرو د خپرېدو په اړه لیکي:

"د قاتلانو د ډلې په نوم د امریکايي سرتېرو د دې ډلې د تصویرونو په اړه دا ځل هغه منتقدان چې مخکې به یې نارې سورې جوړولې، په بېساري ډول غلي دي، ځکه د واشنګټن ټایمز په وینا ښايي دوی به نه غواړي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له هماغسې غندنو سره مخامخ کړي، چې پخوانی ولسمشر جورج بوش ورسره مخامخ شوی و."

ورځپاڼه زیاتوي، په ۲۰۰۴ کال کې کله چې د عراق په ابوغریب زندان کې له بندیانو سره د ناوړه چلند د تصاویرو د خپرېدو رسوايي راپورته شوه نوپخواني مرستیال ولسمشر الګور وویل، اوس څرګنده شوه هغه څه چې په ابوغریب کې پېښ شول د څو کسانو له خوا یو تصادفي عمل نه بلکې د ولسمشر بوش د ادارې د پالیسو نتیجه ده.

واشنګټن ټایمز زیاتوي، هغه مهال د ډیموکرات ګوند مشرانو لکه، سناتور جان کېري او د استازو د جرګې غړې نانسي پلوسي د دفاع د وزیر ډونالډرامزفیلډ د استعفی غوښتنه کوله خو په افغانستان کې د قاتلانو د ډلې د اعمالو په اړه چې د ابوغرېب د زندان ترهغو ډېر بوږنوونکي دي، مرستیال ولسمشر جوبایډن پټه خوله پاتې شوی دی.

واشنګټن ټایمز د دې مطلب په پای کې د طالبانو د بېرحمیو یادونه هم کوي او لیکي، طالبان او د القاعده شبکې وسله وال د شمالي ویتنام د کمونیستانو په څېر بېګناه ملکي وګړي بې له کومې ستونزې وژني.

د ورځپاڼې په وینا د ملکیانو وژنه د دې ډلو د اقداماتو مهمه برخه او د دوی د عملیاتو د بهیر معیار دی. دا ډلې د ملکیانو په وژنه ویاړي، د بې دفاع برمته وو سرونه غوڅوي او بیا یې تصویرونه په انټرنېټ کې خپروي.

واشنګټن ټایمز لیکي، دې اعمالو ته موږ بې رحمي وایو خو دوی یې بیا د خپلې دندې سم عملي کول بولي.
XS
SM
MD
LG