د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

اوباما: نړيوال ایتلاف په ليبيا کې زيات پرمختګونه لري


اوباما وايي، موږ په خپل ماموريت کې د بري خوا ته روان يو. د ليبيا هوايي مدافع سيسټم مو ويجاړ کړى.
اوباما وايي، موږ په خپل ماموريت کې د بري خوا ته روان يو. د ليبيا هوايي مدافع سيسټم مو ويجاړ کړى.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما خپلو خلکو ته په وينا کې وويل، چې په ليبيا کې پيل شوى پوځي ماموريت څرګند، متمرکز او محدود دى، چې د ډېرو ملکيانو ژوند يې ژغورلى دى.

اوباما په خپله اوونيزه راډيويي وينا کې د ليبيا د پوځي ماموريت په باب وويل، چې دغه ګام د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د حکم پر اساس پورته شوى دى:

”موږ په خپل ماموريت کې د بري خوا ته روان يو. د ليبيا هوايي مدافع سيسټم مو ويجاړ کړى. د قذافي ځواکونه په ليبيا کې کوم پرمختګ نه لري.

په ځينو ښارونو لکه بن غازي کې چې اووه لکه اوسېدونکي لري قذافي د خپل تهديد له کبله په کې خپله بېرحمي وښوده، د قذافي ځواکونه شاتګ ته اړ شوي.

بشري بحران

تېروتنه ونه کړئ، ځکه موږ ډېر ژر اقدام وکړ. د يوه بشري بحران مخه نيول شوې او د بېګناه نارينه وو، ښځو او ماشومانو په ګډون د بېحسابه ملکيانو ژوند ژغورل شوى دى.“

اوباما دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ټاکل شوې نوموړي د مارچ پر اته ويشتمه امريکايانو ته د ليبيا په مساله کې د امريکا د ګډون په باب وينا وکړي.

تر دې مخکې د امريکا ځينو سياستوالو او د کانګرس غړو انتقاد کړى و، چې د امريکا ولسمشر په څرګند او جامع ډول د ليبيا په ماموريت کې د امريکا ګډون مشخص کړى نه دى.

خو اوباما په خپله پرونۍ وينا کې د ليبيا په وړاندې د امريکا د پوځي اقدام په باب ځينې دلايل څرګند کړل:

”امريکا بايد په هر نړيوال بحران کې مداخله ونه کړي او دا ډول اقدام کولاى هم نه شي.
واشنګټن وايي پر لیبیا د دوی د حملې هدف یوازې له واکه د قذافي لرې کول نه دي


خو زه پوره باور لرم، کله چې له بېګناه خلکو سره په وحشيانه ډول چلند کېږي، کله چې د قذافي غوندې خلک د وينې د حمام بهولو خبره کوي او ښايي ټوله سيمه بې ثباته کړي، کله چې نړيواله ټولنه تياره وي چې متحده شي او د زرګونو خلکو ژوند وژغوري، موږ هم بايد اقدام وکړو او دا زموږ مسووليت هم دى، دا هرڅه زموږ د ملي ګټو په خاطر دي، اوس يې وخت رارسېدلى دى.“

لوېديځ نړيوال ایتلاف د قذافي د هوايي سيسټم پر خلاف هوايي او راکټي حملې پيل کړي او په دې وروستيو کې پرمختګونه هم لري.

بارک اوباما په خپله پرونۍ وينا کې ټينګار وکړ، چې امريکا به ليبيا ته هېڅ کوم پلى عسکر ونه لېږي. تمه کېږي اوباما په خپله راتلونکې وينا کې په دغو عملياتو کې د ناټو پر زيات خو د امريکا پر کم اشتراک ټينګار وکړي.

بشري سازمان

ښاغلي اوباما څرګنده کړه، چې قذافي بايد پر ملکيانو حملې بندې کړي او بشري سازمانونو ته اجازه ورکړي چې ژر تر ژره اړو خلکو ته مرستې ورسوي.

اوباما په خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې قذافي پر ځان د ليبيا د خلکو باور او د حکومت کولو لپاره مشروعيت له لاسه ورکړى. خو اوباما په څرګنده له واکه د قذافي د ليرې کېدو غوښتنه ونه کړه، دا هغه ټکى دى چې واشنګټن څو ځلې ويلي، پر ليبيا د پوځي ماموريت هدف له واک څخه د قذافي ليرې کول نه دي.
XS
SM
MD
LG