د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

د جرمني د دفاع وزير: د افغان ځواکونو روزنې ته ژمن يو


ښاغلى مويزير د دفاع وزير په توګه تر ټاکل کېدو درې اوونۍ وروسته د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راځي.
ښاغلى مويزير د دفاع وزير په توګه تر ټاکل کېدو درې اوونۍ وروسته د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راځي.

د جرمني د دفاع وزير کابل ته په خپل ناڅاپي سفر کې د افغانستان له ماموريت څخه د خپل هېواد پر ملاتړ ټينګار وکړ. نوموړي د دې سفر په پيل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي او دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ سره وکتل.

د جرمني د دفاع نوي وزير توماس دي مويزير، دې مقام ته تر ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته خپل لومړنى سفر پرون پيل کړ. نوموړي د دې سفر په پيل کې وويل، هېواد يې د افغان ځواکونو روزنې ته ژمن دى.

ښاغلي مويزير د افغانستان د دفاع له وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ سره تر کتنې وروسته وويل، د جرمني او افغان ځواکونو ګډه همکاري، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتو په سپارلو کې د برياليتوب کيلي ده.

نوموړي تاييد کړه چې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل به د روان ميلادي کال په جولاى مياشت کې پيل شي.

د جرمني د دفاع وزير له افغان ولسمشر حامد کرزي سره تر کتنې وروسته وويل افغان چارواکي د جرمني پوځ ستايي.

ښاغلى مويزير د دفاع وزير په توګه تر ټاکل کېدو درې اوونۍ وروسته د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راځي. نوموړي په افغانستان کې مېشتو جرمني پوځيانو ته وويل، چې افغانستان ته يې تګ ډېر مهم و.

تمه کېږي چې د جرمني د دفاع وزير په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پټرايوس سره هم وګوري.

تر دې يوه ورځ مخکې د جرمني پارلمان په افغانستان کې د اواکس اکتشافي الوتکو په ماموريت کې د ګډون لپاره د ٣٠٠ پوځيانو لېږل تصويب کړل. دغه اقدام د پارلمان په اکثريت رايو تصويب شو، خو نه دي ويل شوي چې دغه اکشتافي ماموريت به څومره دوام وکړي.

جرمني حاضردمه په افغانستان کې شا و خوا پنځه زره عسکر لري، خو د دې نوي پوځي ماموريت له پيل سره به د دوى شمېر ٥٣٠٠ شي. له ٢٠٠٢م کال راهيسې چې جرمني په افغانستان کې خپل ماموريت پيل کړى، نژدې پنځوس جرمني عسکر په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG