د تېلو په بډایه هیواد لیبیا کې پرپوځي تاسیساتو د امریکا په مشري د ایتلافي ځواکونو د جنګي الوتکو بمباري او په جاپان کې د فوکو شیما له زلزله او څونامي ځپلو اټومي بټیو څخه د خپروشویو راډیو اکتیف وړانګو د قابو کولو د هڅو پرسر راپورته شویو اندېښنو په نړۍ کی په راتلونکې کې د انرژی د تمیلولو په اړه هم اندیښنې زیاتی کړي خو روسیه له دغو اندیښنو استثنا ده.
په منځني ختیځ کې د روانو نا ارامیو له امله روانه اوونۍ د یوه بېرل اومه تیلو بیه ۱۰۵ ډالرو ته اوچته شوې چې دا کار به د نړۍ د انرژۍ له سترو تولیدونکو او صادرونکو هېوادونو سره مرسته وکړي، چې د ۲۰۰۸ کال له نړیوال اقتصادي رکود څخه ژر ځان وباسي او بېرته خپل اقتصاد احیا کړي.
روسیه په نړۍ کې د انرژی په اړه له رامنځ ته شوې بې ثباتۍ څخه په ګټه اخیستو هڅه کوي ځان په نړیواله سطحه د انرژی یو ژغورونکی وښیي.
د روسیې صدراعظم ولادمیر پوتین تیره اوونۍ اټکل وکړ، چې د روسیې د ملي خالصو عوایدو اندازه به راتلونکي کال د اقتصادي بحران مخکې کلونو اندازې ته ورسیږي.
اټومي بحران
پوتین تیره اوونۍ د معمول خلاف چې تل به یې د خبرو لحن جدی و، په دوستانه لحن له جاپان سره چې اټومي بحران د بریښنا له ستونزو سره مخامخ کړی، د مرستې ژمنه وکړه.
"دغه وضعیت ته په پام سره موږ باید په لیرې ختیځ کې په تیره بیا د ګازو د استخراج په شمول د هایدرو کاربن د استخراج د پروژو پلانونو ته پراختیا ورکړو."
پوتین وویل، چې اروپا ته به په نل لیکو کې ډېر ګاز صادر کړي او جاپان ته به هم د مایع ګازو لیږدول ازاد کړي.
هغه همداراز جاپان ته د برېښنا د یوه مزي د غزولو وړاندیز وکړ او د دې ترڅنګ یې جاپاني پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې د سایبیریا د ګازو په حوزو کې پانګونه وکړي.
خو یوشمېر کارپوهان خبرداری ورکوي، چې په نړیواله سطحه د انرژي د یوه قدرت په توګه د روسیې د تثبیتولو هلې ځلې به ښایي هغه هیلې له منځه یوسي، چې له خلکو سره د حکومت د اقتصادي اصلاحاتو د ژمنو په برخه کې رامنځ ته شوی.
کریملن ژمنه کړې وه، چې په نړۍ کې د اقتصادي بحران له وجې د تیلو په عوایدو کې کموالی ته په پام سره به په خپل اقتصادي سیستم کې اصلاحات راولي.
خو سیاسي څیړونکی اندري پیانتکوفسکي وایي، چې په منځني ختیځ کې روان بحران به برعکس روسیه ډېر ژر له نړیوال بحران مخکې حالت ته ورسوي، هغه حالت ته چې د تیلو د خرڅلاو له بابته دې هېواد ته د نغدو پیسو پریمانه بهیر روان و.
"موږ بېرته د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو نړیوال وضعیت ته ګرزو چې د انرژۍ د یوه سترقدرت غوښتنه د رسمی تبلیغاتو شعار و.
دا د یوه ډیر لنډ وخت لپاره د خلکو د یوې محدودې ډلې لپاره ښه خبره ده خو یقینا دا د هېواد لپاره ډیر بد خبر دی."
پیانتکوفکسي وایي، په نړۍ کې وروستۍ پیښې به د روسیې د مشرانو هغه عومي نظر پیاوړی کړي، چې د لویدیځ په وړاندې یې د مخالفت یودریځ غوره کړی و.
ښه خبر
کارپوهان وایي، چې په منځني ختیځ کې روانې ناامني به په روان کال کې د تیلو بیه نوره هم پورته یوسي او د یوه بېرل تیلو بیه به تر۱۰۸ ډالرو پورې ورسیږي، چې د دغو کارپوهانو په وینا دا به د پوتین منتقدینو ته ښه خبر نه وي ځکه ډېر کسان په دې باور دي، چې پوتین په پام کې لري چې د راتلونکي کال په انتخاباتو کې برخه واخلي او که چیرې بیا د د جمهورریس په توګه غوره شو نو ممکن د دولسو نورو کلونو لپاره د جمهور ریس په توګه په قدرت کې پاتې شي.
په منځني ختیځ کې د روانو نا ارامیو له امله روانه اوونۍ د یوه بېرل اومه تیلو بیه ۱۰۵ ډالرو ته اوچته شوې چې دا کار به د نړۍ د انرژۍ له سترو تولیدونکو او صادرونکو هېوادونو سره مرسته وکړي، چې د ۲۰۰۸ کال له نړیوال اقتصادي رکود څخه ژر ځان وباسي او بېرته خپل اقتصاد احیا کړي.
روسیه په نړۍ کې د انرژی په اړه له رامنځ ته شوې بې ثباتۍ څخه په ګټه اخیستو هڅه کوي ځان په نړیواله سطحه د انرژی یو ژغورونکی وښیي.
د روسیې صدراعظم ولادمیر پوتین تیره اوونۍ اټکل وکړ، چې د روسیې د ملي خالصو عوایدو اندازه به راتلونکي کال د اقتصادي بحران مخکې کلونو اندازې ته ورسیږي.
اټومي بحران
پوتین تیره اوونۍ د معمول خلاف چې تل به یې د خبرو لحن جدی و، په دوستانه لحن له جاپان سره چې اټومي بحران د بریښنا له ستونزو سره مخامخ کړی، د مرستې ژمنه وکړه.
پوتین اټکل وکړ، چې په جاپان کې د زلزلې او څونامي له امله رامنځ ته شوې زیانونه به ډیر وخت ونیسي، چې د دې هیواد د انرژي تولید بېرته احیاشي.
"دغه وضعیت ته په پام سره موږ باید په لیرې ختیځ کې په تیره بیا د ګازو د استخراج په شمول د هایدرو کاربن د استخراج د پروژو پلانونو ته پراختیا ورکړو."
پوتین وویل، چې اروپا ته به په نل لیکو کې ډېر ګاز صادر کړي او جاپان ته به هم د مایع ګازو لیږدول ازاد کړي.
هغه همداراز جاپان ته د برېښنا د یوه مزي د غزولو وړاندیز وکړ او د دې ترڅنګ یې جاپاني پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې د سایبیریا د ګازو په حوزو کې پانګونه وکړي.
موږ بېرته د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو نړیوال وضعیت ته ګرزو چې د انرژۍ د یوه سترقدرت غوښتنه د رسمی تبلیغاتو شعار و.
پیانتکوفیسکي