د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

آیا ځیرک ټلفونونه د تنکیو ځوانانو له ودې سره مرسته کوي، که زیان وراړوي؟


آیا د ځیرک ټیلېفونونو کارول د تنکیو ځوانانو له ودې سره مرسته کوي او که یې روغتیا ته زیان رسوي؟

په افغانستان کې اوس اوس په ځوانانو کې د ځیرک ټیلېفونونو کارول زیات شوي او د فیسبوک، وټس اپ، اینسټاګرام او ټیک ټاک په څېر ټولنیزو شبکو خپل ځانګړی ځای موندلی دی.

دغه شبکې یوازې د اړیکو نیولو لپاره نه بلکې د نورو ګڼو موضوعاتو لپاره چې د ځوانانو په وینا د دوی د ټولنیز ژوند مهمه برخه جوړوي کارول کیږي.

د هرات ولایت اوسېدونکی نبیل چې۱۳ کاله عمر لري وايي چې د ورځې څو ساعتونه له موبایل ټیلفون سره تېروي.

” زه د لوبو، ټیک ټاک، فلمونو لیدلو او موسیقۍ اورېدو لپاره موبایل کاروم. ډېر وخت ټیک ټاک کې تېروم، یو یا دوه ساعته پاپ جي لوبه کوم او همدومره وخت پکې فلمونه ګورم. ”

د کابل اوسېدونکی دولس کلن سیاوش وايي دی د مور او پلار موبایل کاروي خو اوس غواړي ځان ته خپل موبایل واخلي ”زه سهار له چای څښلو وروسته ماسپښین او د شپې له خوا موبایل کاروم. یوټیوب، ټیک ټاک او پاپجي لوبه مې خوښیږي. زه ډېر موبایل کاروم ځکه چې زموږ کور ته نږدې پارک یا د سپورټ جیم نشته اوس مې پریکړه کړې چې خپل شخصي موبایل ولرم تر څو هر څه چې غواړم پکې یې وکړم. ”

په کابل د رواني نارغیو ډاکټرې خدیجې وردګ له موبایل څخه د ځوانانو د ډېرې استفادې د زیانونو په اړه ازادي راډیو ته وویل ”هغه ځوانان چې له ویده کېدو مخکې له موبایل او ټولنیزو شبکو ډېر کار اخلي، د هغوی خوب خرابېږي او تر ناوخته ویښ وي. تمرکز یې کمېږي، له کورنۍ سره یې اړیکې خرابېږي. پر زده کړو یې منفي اغېز کوي او دوی له ټولنې ګوښه کوي. ”

په کابل کې د ماشومانو متخصص ډاکټر صدیق فیضي د تنکیو ځوانانو له لوري د موبایل د زیاتې کارونې د زیانونو په اړه ازادي راډیو ته وویل ”د ځېرکو موبایلونو ډېر کارول د ماشومانو او ځوانانو سترګې کمزوري کوي او د زده کړو په بهیر کې یې ګډوډي رامنځته کوي او په عین حال کې د موبایل د کارونې پرمهال که سم نه وي ناست نو مفصلونه او عضلات یې هم زیانمن کیږي چې بیا ورته ډول ډول ناروغۍ او دردونه پیدا کیږي. ”

خو آیا له ځیرک ټیلېفونونو استفاده کومې ګټې هم لري؟

د پروان ولایت اوسېدونکی عزیزالله چې د ژبو د زده کړې لپاره موبایل کاروي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل” موبایل د معلوماتو، زده کړې، کلتوري او ټولنیزو اړیکو، تفریح او تخلیق لپاره ډېره ښه وسیله ده او زه یې د ژبې د زده کړې لپاره کاروم. ”

د کابل ښار اوسېدونکې ثنا ملکزۍ وايي چې د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته اوس نجونې د ټکنالوژۍ، موبایل او انټرنټ پر مټ کولای شي په یو ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. د زده کړو دروازې بندې شوې، نو زه د تکنالوجۍ او انټرنیټ څخه کار اخلم او هغه وقفه چې زما په زده کړو کې راغلی ده، هڅه کوم چې د موبایل او انټرنیټ په مرسته یې پوره کړم. ”

د پروان ولایت اوسېدونکې او یوې مور سیتا، ازادي راډیو ته وویل چې د خپلو اولادونو لپاره یې د موبایل د کارولو وخت ټاکلی دی ”زما اولادونه په زده کړو بوخت دي، زما زوی سید مصطفی ۱۷ کلن او د ۱۱ م ټولګي زده کوونکی دی. هغه له موبایل څخه د ښوونځي د سیمینارونو د جوړولو او نورو ستونزو د حل لپاره کار اخلي، کله ناکله چې بې کاره وي لوبې هم پکې کوي. ”

د رواني چارو پوهان ټینګار کوي چې کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته د موبایل د کارونې لپاره ځانګړی وخت وټاکي.

د اکسفورد ډیکشنرۍ اوس اوس دا وینا د کال د جملې په توګه غوره کړې چې له ټولنیزو شبکو استفاده د ”ماغزو وراسته کېدل” دي.

دا اصطلاح د یوه انسان ناسم ذهني وضعیت ته اشاره کوي چې له حده زیات خپل وخت په داسې شیانو په ځانګړې توګه په ټولنیزو شبکو چې منځپانګه یې ارزښت نه لري ضایع کوي.

XS
SM
MD
LG