د امریکا یوه سوداګریز پلاوي کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې دوی د افغانستان د خصوصي سکتور له پیاوړتیا سره مرسته کوي.
کابل ته د امریکا تللی سوداګریز پلاوی داسې مهال د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او افغانستان کې د پانګونې ژمنه کوي چې د دغه پلاوي په وینا له افغانستان سره د نړیوالو مرستې په کمېدو دي.
دغه پلاوي چې مشري یې د افغانستان- امریکا د سوداګرۍ خونې مشر جیفري ګریکو کوي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې له افغان سوداګرو، پانګهوالو او د طالبانو د حکومت له چارواکو سره یوه غونډه کې برخه واخیسته.
د افغانستان- امریکا د سوداګرۍ خونې مشر جیفري ګریکو غونډې ته په خپله وینا کې چې د طالبانو د ملي راډیو تلوېزیون له خوا خپره شوې ویلي، خصوصي سکتور د افغانانو د راتلونکې لپاره مهم دی.
هغه وویل: "راتلونکی کال به هم لکه د سږ کال په څېر سخت وي، ځکه مرسته کوونکي د افغانستان لپاره بشري او د غذایي خوندیتوب په برخو کې خپلې مرستې او نور کومکونه کموي. دا کمښت په داسې یوه مهم وخت کې کیږي چې افغانستان د بشري اهدافو لپاره مرستو ته اړتیا لري. دا زمونږ د سفر یوه بله برخه ده. دا زمونږ د رییسانو د بورد باور دی او زه فکر کوم ټول غړي به راسره موافق هم وي چې خصوصي سکتور به د بدلون یوه پياوړې وسیله وي او په ورته وخت کې د ملاتړ یوه لاره، هغه هم داسې هېواد لپاره لکه افغانستان چې په رنځ اخته دی."
د افغانستان امریکا د سوداګرۍ خونه ۲۰۰۲ کال کې رامنځته شوه چې په متحده ایالتونو او افغانستان کې یې کلنۍ غونډې جوړولې.
د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د دغې خونې فعالیتونه ټکني شول او له همدې نېټې راهیسې لومړی ځل دی چې یو پلاوی یې کابل ته سفر کوي.
د جرمني 'ډ پي اې' خبري اژانس د امریکایي پلاوي د مشر جیفري ګریکو په حواله ویلي، ۲۰۲۱ کال کې امریکایي پانګهوال له افغانستانه ووتل او په خبره یې اوس له هغوی غواړي چې بېرته افغانستان ته ولاړ شي او خپل پخواني زرګونه کارکوونکي بېرته استخدام کړي.
دغه پلاوي ویلي چې دوی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ملاتړ کابل ته راغلي دي.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې اړه غونډې ته په وینا کې ویلي، د دوی حکومت کورنیو او بهرنیو پانګهوالو او سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو بوخت دی.
د ملا برادر په خبره، د پانګونې او سوداګرۍ د اسانتیا لپاره دوی یوه بین الوزارتي کمېټه جوړه کړې چې په وینا یې له دې وروسته به دغه کمېټه د بهرنیو پانګهوالو لپاره هم هغه اداري چارې مخته وړي چې افغانستان کې ورته اړتیا ده.
هغه وویل: "افغانستان ته راتلونکي پانګهوال نور اړ نه دي چې په ادارو وګرځي او بیروکراسۍ سره مخامخ شي. دوی به له دغې کمېټې سره په اړیکه کې کېږي او هغوی به ورته ټول اړین معلومات ورکوي. دا د دوی د کارونو د چټک پر مخ بیولو لپاره یو مهم ګام دی. دوی به یوازې ورسره اړیکه نیسي، نور به کمېټه د دوی مشکلات ور حلوي."
په افغانستان کې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا هڅې داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې شاوخوا دېرش میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او وار له مخه د خوړو نړیوال پروګرام په ګډون یو شمېر بشرپاله بنسټونو د مرستو د کمښت خبرداري ورکړي دي.
بل لور ته افغان پانګهوال وایي چې دوی د برښنا په ګډون د زیربنا او تولیداتو ته د بازار د نشتوالي له ستونزه سره مخامخ دي او د طالبانو له حکومته د دغو ستونزو د حل غوښتنه کوي.