نولس سوه دوه نویم کال د امریکایي پاتریشیا کوبټا او د دې د کورنۍ لپاره عادي نه و، په دې کال پاتریشیا چې دوه پنځوس کاله عمر یې درلود ورکه شوه.
له ننه دېرش کاله مخکې چې کله پاتریشیا کوبټا د پنسلوانیا له پیټسبورګ ښاره تري تم شوه هیچا ته یې څه نه و ویلي، نه خپل مېړه ته او نه هم خپلو خویندو ته.
هغه وخت پولیس ډېر وګرځېدل خو دا ښځه یې ونه مونده او کله چې یې مېړه له کلونو هڅو وروسته بریالی نهشو چې خپله مېرمن پيدا کړي، اعلان یې وکړ چې پاتریشیا مړه شوې ده.
اوس سي این این ټلوېزیون راپور ورکړی دی چې، پاتریشیا چې اوس درې اتیا کاله عمر لري ژوندۍ ده، دا د پورتوریکو په یوه ټاپو کې د زړو خلکو په لیلیه کې ژوند کوي.
تر دې اعلان وروسته یې مېړه پسې ورغی خو چې پورتوریکو ته ور ورسېد، مېرمن یې هلته و نه لیده.
نوی معلومات دا دي چې، په نولس سوه نهه نویم کال کې دې ته داسې ناروغي پیدا شوه چې هرڅه یې هېر کړل نو هغه وخت چې بستر شوې وه د روغتون کارکوونکي نه و توانېدلي چې له دې سره په خبرو پوه شي او ویې پېژني.
تر دې مخکې ډاکټرانو ویلي و، پاټریشیا ورته ویلي و چې دې په یوې بېړۍ کې چې له اروپا راتله ډېر کلونه تېر کړي و.
تر دې وروسته د پاتریشیا ناروغي زیاته شوه، خو یو نیم وخت به یې د خپلې تېرې زمانې کیسې کولې چې له دې لارې خلکو وپېژندله او کله چې یې د دې معاینات وکړل معلومه شوه چې دا هاغه ورکه پاتریشیا ده.
د دې مېړه او خویندې دې اعلان ته خوشاله شول او هیله یې څرګنده کړه چې پاتریشیا بېرته پیټسبرګ ته ستنه شي، خو پاتریشیا وایي چې دا له همدې ځایه چې پهکې اوسي هیڅ ځای نه ځي، دا به همدلته وي.