د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۱۱

سنوکر؛ افغان لوبغاړي صالح محمد محمدي خپل کویټی سیال مات کړی


ارشیف

د قطر په کوربتوب د اسیا سنوکر سیالیو په ۳۷م پړاو کې د افغانستان لوبغاړي صالح محمد محمدي خپل کویټي سیال عبدالله ته۴-۱ ماتې ورکړه.

د افغانستان بدني روزنې او سپورټ ریاست د معلوماتو له مخې د شنبې په ورځ د مارچ په ۱۱مه نېټه د قطر په پلازمېنه کې محمدي د سنوکر له ۵ میدانونو ۴ وګټل او بریا یې خپله کړه.

دغه راز په دې سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ بل لوبغاړی رییس خان سنزی هم نن د کابل پر وخت د شپې اته نیمې بجې له خپلاردني سیال سره لوبه کوي.

د ویلو ده چې د اسیا سنوکر ۳۷م پړاو سیالۍ به د مارچ تر اتلسمې نېټې پورې دوام وکړي.

په دې سیالیو کې له ۲۵ هېوادونو څخه ۴۹لوبغاړو ګډون کړی.

XS
SM
MD
LG