د افغانستان د والیبال ملي ټیم نن شپه له سینګاپور سره لوبه کوي.
د افغانستان، مالېزیا، مالدیف او سینګاپور ټیمونه د څلورو هېوادونو په والیبال سیالیو کې ګډون کړی چې د مالدیف په کوربه توب روانې دي.
د افغانستان او سینګاپور سیالي نیمه پایلوبه ده.
افغانستان تر دې دمه خپلې درې لوبې ګټلي او په وروستۍ لوبه کې یې شنبه ماښام کوربه مالدیف لوبډله درې-صفر ماته کړې.
افغان ټیم تر دې دمه د جدول سر کې دی.
د مالدیف د والیبال ملي ټیم ته درې د صفر په وړاندې ماته ورکړه.